ژبه

کابل ( پژواک ١٧ چنګاښ ٩١ ) : د هیواد د پنځو زونونو کرکټ لوبډلو ترمنخ د پیل شویو اتصالاتو چیلنج کپ یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن امو زون لوبډلې د مس عينک زون لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د پنځو زونونو ترمنځ دا سیالۍ د چنګاښ په ۱۵مه، د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې پيل شوې چې ۱۳ ورځې به دوام کوي.

د کرکټ بورډ د رسنيو د څانګې يو تن غړي د چنګاښ په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ددې سیالیو په لړ کې د آمو زون او مس عينک زونونو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، د لوبې پچه د امو زون وګټله او لومړى يې پخپله د لوبې کولو پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه چې د امو زون لوبډلې په ٤٧ اورونو کې دلسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٦٩ منډې جوړې کړې او مس عينک ته يې د ٢٧٠ منډو هدف کېښود.

د امو له لوري مراد علي ٦٧، محبوب شاه ٥٩ او نياز علي ٥١ منډې جوړې کړې او د مس عينک له لوري داوود احمدي څلور او شفيع الله دوه لوبغاړي وسوځول.

د مس عينک لوبډله ياد شوى هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ٣٢ اورونو کې په ١٣٥ منډو وسوځېدله او دغه راز د امو لوبډله دا لوبه د ١٣٤ منډو په توپير سره وګټله.

د امو له لوري حيات الله ٣، عبدالله مزاري او حيات خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

سبا به د سپين غر او بند امير ترمنځ لوبه ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ د څانګې مشر نظيم جار عبدالرحيمزى وايي چې له دې لوبو څخه موخه په هېواد کې کورني کرکټ ته وده ورکول او د نويو لوبغاړو پيدا کول دي.

 

ورته موضوع