لښكرګاه (پژواك ١٧ چنګاښ ٩١): د هلمند په مركز لښكرګاه كې د ښاروالۍ له خوا ١٦ كيلومتره سړكونه جوړ او د چنګاښ په ۱۷مه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د لښكرګاه ښاروال محمدفاضل ساپي د دې پروژې د پرانيستنې په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ١٤ كيلومتره سړك د ښاروالۍ په خپله بوديجه د ښار په بېلابېلو برخو، ساپيانو، شهيد غلتان، تور ټانګ، د معلمينو په نومرو او د ښار په منځ كې جوړ شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د دغو سړکونو د جوړولو چارې د روان ۹۱ لمريز كال په لومړيو کې پيل او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
نوموړي وويل، چې پر دغو سړکونو ۸۵۰زره امريكايي ډالره لګښت راغلى او د خپلو مسلكي انجنيرانو په مرسته يې د ښاروالۍ له معيار سره سم جوړ كړي دي.
د ده په وينا، دوه كيلومتره د ولايتي بيارغونې ډلې (پي. ار. ټي) په مرسته يې د ښار د قصبې په برخه کې جوړ كړى دى، چې د لګښت اندازه يې تر اوسه دوى ته نه ده ويلې.
ښاروال وايي، په پلان کې لري، چې د روان لمريز كال تر پايه پورې د همدغو جوړ شوو سړكونو په ګډون ۳۸ كيلومتره سړک جوړ کړي، چې له دې سره به په ښار كې ډېر لږ سړکونه بې رغولو پاتې وي.
هغه زياتوي، چې همدا اوس مهال يې د ښار په بېلابېلو برخو كې نور د بيارغوني كارونه هم روان دي، چې د كال تر پايه به په يو شمېر سيمو كې ګلدانونه، كثافات دانۍ او د قصابانو لپاره مسلخ هم جوړ شي.
د لښکرګاه ښار يوه اوسېدونکي نظرعلي پژواك اژانس ته وويل، اوس د ښار د ډېرو سيمو سړکونه پاخه شوي، چې ورسره د ښار هوا هم پاکه شوې ده.
هغه له ښاريانو وغوښتل، چې د سړکونو په پاک او خوندي ساتلو کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.