کابل (پژواک ٢٥وږى ٩١): د اپوزيسيون د ملي جبهې مشر وايي چې د افغانستان په حکومت کې فساد او په حکومتي ادارو کې د وسلوالو مخالفينو نفوذ نړيواله ټولنه ناهيلې کړې ده.
د ملي جبهې مشر احمد ضياء مسعود چې نن د وږي په ٢٥مه، په کابل کې خبري غونډې ته وينا کوله، وويل چې طالبانو او نورو مخالفينو د افغانستان په حکومت کې نفوذ کړى او دغه کار د حکومت پر سياست يې هم اغېز شيندلى دى.
هغه زياته کړه، چې د افغانستان په حکومتي ادارو او امنيتي ارګانونو کې د طالبانو او نورو مخالفينو نفوذ د اوسني حکومت او نړيوالې ټولنې ترمنځ يو ډول نه همغږي رامنځ ته کړې ده.
مسعود وويل چې په حکومت کې داسې کسان هم شته، چې د طالبانو په استازيتوب د حکومت د سياست په ټاکلو کې د پام وړ ونډه لري.
د ده په خبره، تر دې چې د حکومت سياستونه او پاليسي د طالبانو ګټو ته په پام سره ټاکل کېږي.
مسعود زياته کړه: ((نن له بده مرغه وينو چې په حکومتي جوړښت کې يو شمېر خلک شته چې د طالبانو د فکري او اجتماعي پايګاوو د پياوړي کولو لپاره کار کوي. په خواشينۍ سره نن موږ وينو چې طالبان او ترهګرې ډلې توانېدلې په مدني ټولنې او د حکومتي موسسو کې د پام وړ نفوذ پيدا کړي.))
د افغانستان حکومت تراوسه د ضياء مسعود د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.
مسعود که څه هم په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل، خو زياته يې کړه چې د مخالفينو نفوذ او په حکومت کې فساد د دې لامل شوي، چې نړيواله ټولنه د افغانستان پروړاندې کم علاقه شي او له وخته مخکې افغانستان پرېږدي.
هغه زياته کړه، چې له بده مرغه اوسني حکومت په تېرو څه دپاسه لسو کلونو کې شفافه اداره رامنځ ته نه کړه، فساد پر خپل ځاى دى او د قانون حاکميت رامنځ ته نه شو.
د ده په باور، همدې ستونزو ته په پام سره نړيواله ټولنه له روان حالت څخه يو ډول ناهيلې شوې ده او غواړي خپل سرتېري وباسي.
د ده په خبره، نړيواله ټولنه غواړي له افغانستان څخه ژر ووځي، نو په خپلو مرستو کې ٥٠ سلنه کموالى راولي.
د هغه په وينا، د افغانستان جګړه ځپلي خلک د نړۍ مرستو ته اړتيا لري او که چېرې نړيواله ټولنه له افغانستان څخه ووځي او په پوره توګه افغانستان يواځې پرېږدي، نو دغه هېواد به يو ځل بيا له سياسي او اقتصادي پلوه ګوښه شي.
د ملي جبهې مشر د افغانستان پر خلکو او نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې لا هم د اصلاحاتو لپاره وخت شته او داسې سياسي ځواکونه شته چې په افغانستان کې مثبت خوځښتونه غواړي.
دى وايي ، که چېرې راتلونکې ټاکنې په رڼه توګه ترسره شي، نو په افغانستان کې به نوي سياسي ايتلافونه واک ترلاسه کړي، چې د افغانستان د خلکو لپاره به له دې لوى فرصت څخه لوړه ګټه پورته کړي.
ده پر حکومت غږ وکړ، چې په هېواد کې رڼو ټاکنو ته لاره هواره کړي، ترڅو د واک د سالم لېږد له لارې په افغانستان کې روانو ستونزو ته دحل لار پيدا شي.
دى وايي، که ټاکنې ونه شي او اوسنى حکومت په يوې او بلې پلمې خپله موده وغځوي، نو دا به د ديموکراسۍ او ولسواکۍ د ارزښتونو پر خلاف وي.
د ملي جبهې مشر همداراز د پخواني جهادي قوماندان او د دفاع وزير احمدشاه مسعود د تلين په ورځ د کابل په لوېديځ کې پر شوې پېښې، چې د ځينو ملکي کسانو د وژنې او ټپي کېدو لامل شوه، خواشيني څرګنده کړه.
ده له حکومت څخه وغوښتل، چې د پېښې لاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د ملي جبهې مشر همداراز پر دولت تورپورې کړ چې له زندانونو د ځينو وسلوالو مخالفينود خوشې کولو تکل لري.
خو د مسعود په خبره حکومت د سیاسي معاملو له مخې د هغو کسانودخوشې کولو واک نه لري چې خلک يې وژلي دي.
نوموړي له دولت څخه وغوښتل چې ياد شوي بنديان محاکمه کړي.