کابل(پژواک٢٦وږى٩١): په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې د پوليسو د ماموريت مشر وايي، دغه اتحاديه به له ٢٠١٤ کال وروسته هم له افغان پوليسو سره ، چې په حيرانوونکي ډول د پرمختګ په حال کې دي ، همکاري کوي.
په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې د پوليسو د ماموريت مشر کارل اکه راګه (Karl Ake Roghe) نن له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل ، چې دغه ماموريت په ٢٠٠٧ کال کې په افغانستان کې پيل شوى دى.
دده په وينا، په اداري، حقوقي، له فساد سره د مبارزې، جنايي څېړنو، د قانون حاکميت او نورو برخو کې د کورنيو چارو او عدليې وزارتونو او همداراز د لويې څارنوالۍ د لوړپوړو کارکوونکيو روزل او له پوليسو او عدلي سيستم څخه ملاتړ ددې ماموريت له مهمو دندو څخه دي.
اکه راګه وويل ،چې د افغان پوليسو روزنه او پرمختګ ښه روان دى او د ياد شوي ماموريت په لړ کې په تېرو نهو مياشتو کې دکورنيو چارو وزارت اړوند ٦٥٠٠ د پوليسو افسرانو د ولايتونو او ولسواليو امنيه قوماندانانو او ولسوالانو ته په يادو برخو کې اړينې زده کړې ورکړل شوې دي.
دده د معلومات له مخې ، تر دې مهاله يې په زرګونو د کورنيو چارو وزارت د پوليسو افسرانو او نور و لوړ پوړيو چارواکيو په يادو برخو کې روزنه ليدلې ده.
ده همداراز زياته کړه،ددې ماموريت متخصصين ، چې شمېر يې شاوخوا ٣٥٠ تنو ته رسېږي ، په کورنيو چارو او عدليې وزارتونو او لويې څارنوالۍ کې د سلاکارانو په توګه کار کوي.
دهغه د معلوماتو له مخې، ياد شوي سلاکاران ددې ادارو کارکوونکي د نويو قوانيو د جوړولو او د پوليسو او څارنوالۍ ترمنځ د همغږۍ او د جنايي څېړنو په برخه کې روزي.
ده وويل ، چې د اروپايي ټولنې ٢٧ غړي هېوادونه د افغانستان له خلکو د پياوړي ملاتړ هوډ لري.
د هغه د څرګندونو له مخې، ټاکل شوې چې د ٢٠١٣ کال په نيمايي کې دغه ماموريت پاى ته ورسېږي، خو د اروپايي اتحاديې غړي هېوادونه لېواله دي، چې دغه ماموريت تر ٢٠١٤ کال پورې وغځول شي.
هغه وويل ، کېداى شي دغه ماموريت په يو څه توپير سره تر ٢٠١٤ کال وروسته دوام ومومي .
ده وويل ،چې تر ٢٠١٤ کال پورې ټولې چارې افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل کېږي او تر هغه وروسته به اروپايي اتحاديه په افغانستان کې ددې ماموريت د تر سره کولو لپاره افغان روزونکي وروزي.
اکه راګه وايي، چې افغان پوليس د پرمختګ پر لوري ښه روان دي، خو له نړيوالو معيارونو سره د برابرېدو لپاره يې يو څه وخت ته اړتيا ده.
ده وويل، چې په افغانستان کې جګړه ييز حالت ته په کتو سره د پوليسو د يوه افسر په توګه فکر کوي، چې افغان پوليس په حيرانوونکي توګه د پرمختګ په حال کې دي.
ده وويل که څه هم ستونزمنه ده، خو باوري دى ، چې د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره به افغان پوليس د امنيتي مسووليتونو اخيستو ته چمتو وي.
خو ده د پوليسو د برياليتوب لپاره د خلکو همکاري اړينه وبلله او زياته يې کړه، چې پوليس هغه مهال د خلکو همکاري راجلبولى شي، چې ښه روزنه يې ترلاسه کړې وي.
ده همداراز وويل، چې د پوليسو د ښې روزنې او په يادو شويو حکومتي ارګانونو کې د فساد د مخنيوي لپاره د اروپايي اتحاديې د پوليسو ماموريت ددې ادارو کارکوونکيو ته روزنه ورکړې ده.
دى وايي ، چې ياد شوي ماموريت د کورنيو چارو په وزارت کې د فساد د مخنيوي مسلکي پروګرام پيل کړى او همداراز ددې وزارت د تفتيش رياست هم هڅه کوي ، چې د فساد مخه ونيسي.
ده وويل ،له فساد سره مبارزه ستونزمنه دنده ده، ځکه چې په پرمختلليو هېوادونو کې هم د فساد ستونزه شته.
ده زياته کړه:”تاسو پوهېږئ، چې د افغانستان خلک چټک مثبت بدلونونه غواړي، خو زه غواړم ووايم ،چې وخت ته اړتيا ده چې د کورنيو چارو وزارت د فساد پروړاندې مبارزه کې بريالى شي. “
دده د معلوماتو له مخې، د روان يوه کال لپاره ، چې شاوخوا ٥ مياشتې يې تېرې شوې دي اروپايي اتحاديې د پوليسو ماموريت ته ٦٠ ميليونه يورو ځانګړي کړي ، چې په اداري، حقوقي، له فساد سره د مبارزې، جنايي څېړنو، د قانون حاکميت او په نورو برخو کې يې د افغانانو پر روزنه لګوي.
ده يادونه وکړه، چې د اروپايي اتحاديې د پوليسو ماموريت په مالي مرسته د پوليسو د لوړپوړيو افسرانو د روزلو لپاره “سټاف کالج ” جوړېږي، چې د جوړولو چارې يې د تېر ٢٠١١ کال په جولاى مياشت کې پيل شوې دي او په ٢٠١٣ کال کې به بشپړ ې شي.