ژبه

ولسمشر د طوفان هريرود لوبډلې ته مبارکي ورکړه

توسط د پژواک خبريال

اکتوبر 20, 2012 - 6:30 pm

Views: 72

کابل ( پژواک ٢٩ تله ٩١ ) : ولسمشر حامد کرزى وايي چې هېواد بهترین ځوان استعدادونه لري او پدې خاوره کې د بل هر هېواد په پرتله د پرمختګ ډېر امکانات شته.

له ارګ څخه د تلې په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر دا څرګندونې نن د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ له لوبډلو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

د فوټبال دغوره ليګ سيالۍ د روشن مخابراتي شرکت په مرسته د موبي ګروپ له خوا په لاره اچول شوې وې، چې تېره ورځ د لويديځ زون دطوفان هريرود په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددې ليدنې پر مهال ولسمشر د فوټبال  لوبغاړیو ته مبارکي وویله او دوی یې په ملي او نړيواله کچه د بریاوو لپاره وهڅول.

د سرچينې په وينا، حامد کرزي وویل چې د ځوانانو تر منځ ورزشي مسابقې، د هغوی د هڅونې او استعدادونو د غوړېدا لپاره دي. هغه لوبې چې د فوټبال ټیمونو ترسره کړې، دا یې وښودله چې افغانستان بهترین ځوان استعدادونه لري او پدې خاوره کې د بل هر هېواد په پرتله د پرمختګ او ترقۍ ډېر امکانات موجود دي.

هغه د طوفان هریرود ټیم غړیو ته چې د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ په لوبو کې یې لومړی مقام ګټلی مبارکي وویله او نور ټیمونه یې هم وهڅول چې په راتلونکو کلونو کې دغه مقام تر لاسه کړي.

همدا راز په دې کتنه کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو د فوټبال ټیمونو روزونکو د خپلو فعالیتونو او امکاناتو په اړه د هېواد جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.