ژبه

اوباما او رومني د افغانستان په اړه د ٢٠١٤ کال له مهالوېش سره موافقه وکړه

واشنګټن (پژواک ٢ لړم ٩١): د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو دواړو کانديدانو له افغانستان څخه د ځواکونو د وتو او افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد په اړه د ٢٠١٤ کال له مهالوېش سره موافقه وکړه.

دغه څرګندونې په فلوريډا ايالت کې له ټولټاکنو مخکې د ډيموکراتانو کانديد بارک اوباما او د جمهوري غوښتونکو کانديد مېټ رومني د درېيمې ټلويزيوني مناظرې پر مهال کړې دي، چې د افغانستان پر وخت نن (د لړم ٢مه) سهار وخته پاى ته ورسېده.

ټاکل شوې، چې دوه اوونۍ وروسته د امريکا د ولسمشرۍ ټولټاکنې ترسره شي، د ډيموکراتانو کانديد بارک اوباما او د جمهوري غوښتونکو کانديد مېټ رومني په دې ټاکنو کې يو له بل سره مقابله کوي.

د دواړو کانديدانو ترمنځ د درېيمې مناظرې موضوع د امريکا بهرنى سياست و، چې د کارپوهانو په وينا، د اوباما تله پر رومني درنه وه.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وويل، اوس د دې وخت راغلى، چې د امنيت چارې افغانانو ته وسپارل شي او امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

هغه زياته کړه: ((په داسې حال کې چې افغانان د خپلو سيمو د امنيت ساتلو جوګه شي، هېڅ دليل نه دى پاتې چې امريکايي سرتېري دي په دغه هېواد کې ووژل شي.))

د يادې مناظرې پر مهال د يوې پوښتنې په ځواب کې بارک اوباما وويل، چې په افغانستان کې د لېږد چارې په سمه او با مسووليته توګه روانې دي.

نوموړى وايي: ((موږ او متحدين له ډېرې مودې راهيسې په دغه هېواد کې يو، اوس بايد دا يقيني کړو، چې له متحدينو سره يو ځاى له دغه هېواد څخه ووځو او افغانانو ته هغه وړتياوې ورکړو، چې هغوى ورته اړتيا لري.))

د دې مناظرې پر مهال د اوباما سيال مېټ رومني هم د ٢٠١٤ کال د قدرت د لېږد له پروسې څخه ملاتړ وکړ.

هغه زياته کړه: ((موږ غواړو چې تر ٢٠١٤ کال پورې زموږ دنده په افغانستان کې پاى ته ورسېږي، که زه ولسمشر شوم، نو د دغه کال تر پايه خپل ټول سرتېري له دغه هېواده راغواړم.))

د نوموړي په وينا، امريکايي قوماندان او جنرالان هم دغه کار ته تيار دي، دوى په افغانستان کې ډېر پرمختګونه کړي دي، پوځي عمليات په برياليتوب ترسره شوي او د افغان ځواکونو د روزنې پروسه هم ګړندۍ روانه ده.

رومني وويل، چې د افغان ځواکونو شمېر ٣٥٠ زرو ته رسېدلى او هغوى کولى شي چې د خپل هېواد امنيت په خپله وساتي او امريکايي سرتېري به خپل هېواد ته را ستانه شي.

خو د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان په دې اند دي، چې اوباما او رومني د ٢٠١٤ د لېږد د پلان تر ناکامۍ وروسته بل بديل پلان په پام کې نه دى نيولى.

د امريکا د استخباراتي ادارې (سي اى اې) پخوانى کارکوونکى او د سوېلي اسيا د چارو يو کارپوه بروسرايډل وايي، چې که د ٢٠١٤ کال د لېږد پلان ناکام شي، نو رومني او اوباما يې په اړه هېڅ بديل پلان نه لري.

هغه زياته کړه، چې له دوى څخه په دې اړه پوښتنې وشوې، خو دواړه يې په اړه څه ونه ويل.

په واشنګټن کې د افغانستان پخوانى سفير طيب جواد هم د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو د دواړو کانديدانو له څرګندونو مايوسه شوى دى.

نوموړي تر درېيمې مناظرې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د امريکا د بهرنۍ تګلارې په اړه د اوباما او رومني په درېيمه مناظره کې افغانستان له پامه غورځول شوى و.

هغه زياته کړه: ((په دغه يو ساعته بحث کې دوى د افغانستان ډېره کمه يادونه وکړه، د دوى اصلي مسابقه په دې کې وه، چې څه ډول په نړۍ کې د امريکا رهبري وساتي، خو د افغانستان په اړه دوى دواړو د امريکا د اوسنۍ کمزورې تګلارې کلک ملاتړ وکړ.))

د جواد په وينا، دوى دواړو له افغانستان څخه په وتلو موافقه وکړه، خو د افغانستان ځمکني حقايق يې هېڅ په پام کې ونه نيول.

نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان په اړه د دوى نه پاملرنه د هغو خلکو زړونه مات کړل، چې د افغانستان د امن او سولې لپاره خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ليزا کورټيس په نوم يوه کارپوه وايي، چې اوباما د عراق په اړه ناکامه تګلاره خپله کړې وه او دا کار اوس په افغانستان کې تکراروي.

هغې زياته کړه: ((د عراق په څېر په افغانستان کې ناکامي به د امريکا ملي امنيت له ستر ګواښ سره مخ کړي.))