کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩١): ملي ايتلاف وايي، چې حکومت د رڼو او عادلانه ټاکنو د دايرېدو غښتلى هوډ نه لري، له همدې امله د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې د دوو بهرنيانو له شتون سره مخالفت کوي.
د ملي ايتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن (د لړم لومړۍ نېټه) له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې د لنډ مهال لپاره د دوو متخصصو بهرنيو د شتون په اړه د ولسمشر حامد کرزي مخالفت، چې د ملي حاکميت نقض يې بللى، د هغې سياسي ارادې چې د رڼو او عادلانه ټاکنو نه ترسره کېدل دي، ښکارندويي کوي.
هغه زياته کړه،چې په حکومت کې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو قوي اراده نشته؛ په همدې خاطر ولسمشر د ټاکنو په کمېسيون کې د لنډمهال لپاره د دوو بهرنيو له شتون سره مخالفت کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر حامد کرزي د تېرې اونۍ په خبري ناسته کې، د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې د بهرنيانو شتون د افغانستان د ملي حاکميت مخالف بللى و؛ خو ويلي يې و، افغانستان د ټاکنو له پروسې څخه د بهرنيو څارونکو له شتون سره مخالف نه دى. بهرني څارونکي کولى شي راشي او د ټاکنو د پروسې له روڼوالي او نه روڼوالي څخه څارنه وکړي.
ولسي جرګې د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون مسوده د روانې مياشتې په درېيمه، د رايو په اکثريت تصويب کړه، چې له مخې يې ملګري ملتونه کولى شي په دې کمېسيون کې دوه غړي معرفي کړي.
خو د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ، چې دغه مسوده به د ولسمشر له لوري په هېڅ ډول توشېح نه شي.
خو د ملي ايتلاف مشر وايي، د ولسمشر مخالفت په داسې حال کې کېږي، چې په تېر مهال کې د ټاکنو په کمېسيون کې د متخصصو بهرنيانو شتون ډېره مرسته کړې، چې پر ټاکنو د خلکو باور زيات شي.
هغه زياته کړه، د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې د بهرنيو استازو مخنيوى، هغه هم د ملي حاکميت د نقض تر عنوان لاندې، يواځې د عامه اذهانو تحريفول، د خلکو احساساتي کول او د خلکو له احساساتو سره لوبې کول دي.
ډاکټر عبدالله وويل: ((ملي حاکميت په هېواد هغه وخت کې تامينېږي، چې قانون پلى شي، د خلکو او نظام ترمنځ اعتماد وي او موږ په خپلو پښو ودرېږو.))
د ملي ايتلاف مشر، چې د حامد کرزي په حکومت کې شپږ کاله د بهرنيو چارو د وزير په توګه هم پاتې شوى، د عادلانه او رڼو ټاکنو په دايرېدو ټينګار وکړ او ادعا يې وکړه، چې ولسمشر غواړي د ټاکنو کمېسيون او د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون حکومتي کړي.
نوموړي زياته کړه، د دې لپاره چې حکومت پر ټاکنيزو کمېسيونونو باندې خپل کنټرول ساتلى وي، د بهرنيانو له شتون سره مخالفت کوي، ترڅو بيا هم له تقلب ډکې ټاکنې ترسره کړي.
خو هغه هيله مندي وښوده او ويې ويل: ((نه غواړم مسايلو ته په بدبينانه توګه وګورم، هيله مند يو د عادلانه او رڼو ټاکنو لپاره د هغه د ترسره کېدو تر وخته لازم اقدامات ترسره شي؛ خو که بيا هم حکومت وغواړي په ټاکنو کې د يوه کانديد په ګټه کار وکړي، هېواد به له جدي بحران سره مخ شي)).
ډاکټر عبدالله د رڼو ټاکنو په ترسره کېدو کې د ګوندونو رول اغېزمن وباله او زياته يې کړه، د ټاکنو په قانون کې هم د ګوندونو پر رول ټينګار شوى او د ګوندونو رول د ټاکنو په ترسره کولو کې مستقيم تاثير لري.
د ملي ايتلاف مشر وويل، خلک د بهرنيو ځواکونو له وتلو او له ٢٠١٤ وروسته د هېواد د حالت په اړه اندېښنه لري، چې دغه اندېښنې د حکومت له بې کفايتۍ نه راولاړې شوې دي.
هغه وايي: ((خلکو ته بايد دا ذهنيت ورنه کول شي، چې ټول شيان په ٢٠١٤ کې پاى ته رسېږي، له يوه طرف نه بايد عملي ګامونه واخيستل شي او خلک د ټولې پروسې، کړنو او واقعيتونو په اړه جريان کې واچول شي.))
ډاکټر عبدالله سره له دې چې وايي، هېواد اوسمهال له زياتو اقتصادي، سياسي او امنيتي ستونزو سره مخ دى، زياته يې کړه، د دغو ستونزو يواځينى حل په مشروع او عادلانه ډول د سياسي واک لېږد دى او دا کار د سالمو ټاکنو له لارې رامنځ ته کېږي.










