منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۶ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

غیرت بهیر: حزب اسلامي تر اوسه په ټاکنو کې د ګډون پریکړه نه ده کړې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۹ کتنې

کابل ( پژواک ۱۴ لړم ۹۱ ) : دانجنیر حکمتیار په مشرۍ ددولت مخالفه وسلواله ډله وایي چې دوی تر اوسه په راتلونکو ټولټاکنو کې د ګډون پریکړه نه ده کړې.

دغه څرګندونې د حزب اسلامي د سیاسي چارو مسوول ډاکټر غیرت بهیر د لړم په ۱۴مه، پژواک خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وکړې.

هغه زیاته کړه چې په کابل کې ځینې رسنۍ په دې اړه دده له خولې ناسم راپور خپور کړی، چې ګوندې حزب اسلامي دولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې خپل کاندید اعلانوي.

نوموړی وایي : (( ما په کمال صراحت او تکرار سره ویلي او دا په ډاګه کړې چې حزب اسلامي په ټولټاکنو باور لري او پخپل په ګوند کې یې هم دا کار پلي کړی دي. ))

خو ډاکټر غیرت بهیر وویل چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په شتون کې د رڼو او عادلانه ټولټاکنو ترسره کول ناممکن دي.

نوموړی وایي چې تیرو ټولټاکنو دا ثابته کړه چې دا رڼې او عادلانه نه وو او هم ډیرو هیوادوالو پکې برخه اخیستې وه.

د هغه په وینا، د ناکامو تجربو تکرارول سم کار نه دی.

د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون تیره اونۍ د ولسمشریږو ټولټاکنو مهال ویش اعلان وکړ، چې له مخې یې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې به د ۱۳۹۳ لمریږ کال د وري په ۱۶مه ترسره شي.

د حزب اسلامي د سیاسي چارو مسوول ډاکټر غیرت بهیر وایي چې راتلونکو ټولټاکنو ته لا ډیر وخت پاتې دي او حزب په دې اړه مشورې او بحثونه پیل کړي دي او خپله وروستۍ پریکړه به له مشورو وروسته اعلانوي.

نوموړي دټاکنو پر اوسني نظام هم نیوکه وکړه او وړاندیز یې وکړ، چې د افرادو پر ځای دي څو محدود لوی او پیاوړي ګوندونه دې خپل کاندیدان اعلان کړي.