ژبه

کابل- واشنګټن پر امنيتي تړون د لړم په ٢٥مه خبرې پيلوي

کابل (پژواک ٢١ لړم ٩١): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، له متحدو ايالتونو سره پر امنيتي تړون د لړم په ٢٥مه خبرې پيلېږي او د دغو خبرو لپاره د افغان پلاوي مشرۍ ته اکليل حکيمي وړ کس دى.

افغانستان او متحده ايالتونو د روان ميلادي کال په مې مياشت کې د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک لاسليک کړ.

د دغه هوکړه ليک له مخې، ټاکل شوې چې دواړه هېوادونه تر ٢٠١٤ کال وروسته د امنيتي همکاريو لپاره امنيتي تړون هم ولري.

ولسمشر حامد کرزي د دغه تړون پر سر خبرې ستونزمنې بللې وې او ويلي وو، چې د يوه کال په ترڅ کې به بشپړې شي او د افغانستان ګټو ته په کتو به ياد امنيتي تړون لاسليک شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو ټاکلي پلاوي به په دې اړه خبرې په کابل کې پيل کړي.

 د افغانستان او امريکا ترمنځ د کېدونکي امنيتي تړون پر سر د خبرو لپاره د افغان پلاوي مشري په امريکا کې د افغانستان سفير اکليل حکيمي او د امريکايي پلاوي مشري د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي مرستيال جيمز وارليک کوي.

تېره ورځ د ولسي جرګې يو شمېر غړو پر افغان حکومت نيوکه وکړه، چې غير مسلکي او په فساد کې ښکېل کس يې د کابل-واشنګټن د امنيتي تړون پر سر د مذاکره کوونکي کمېسيون د مشر په توګه ټاکلى دى.

د ولسي جرګې مشر وويل، چې د ياد کمېسيون مشرۍ ته بايد يو مسلکي کس وټاکل شي.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن (يکشنبې) په کابل کې په يوه خبري ناسته کې د اکليل حکيمي په اړه د ملي شورا د غړو اندېښنې او نيوکې بې ځايه وبللې.

 هغه وويل، چې حکيمي د بهرنيو چارو وزارت په بېلابېلو برخو کې د يوه تجربه لرونکي ډيپلومات او وطنپال افغان په توګه ٢٠ کاله دنده ترسره کړې ده.

د موسى زي د معلوماتو له مخې، اکليل حکيمي په واشنګټن کې د افغان سفير په توګه تر ټاکل کېدو وړاندې په چين او جاپان کې د افغانستان د سفير او د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال په توګه په پوره امانتدارۍ سره دندې ترسره کړې دي.

موسى زى وايي، چې حکيمي د امريکا د ادارې او د امريکا او نورو هېوادونو ترمنځ د شوو تړونونو په اړه پوره معلومات لري او له هغو افغان ډيپلوماتانو دى چې دقيق، پوره او نوي معلومات لري.

ده وويل، چې افغان ولسمشر ، حکيمي د يوه وطنپال افغان په توګه د هغه وړتياوو او کاري تخصص ته په پام سره پر امنيتي سند د خبرو لپاره د افغان پلاوي مشر ټاکلى دى.

هغه وويل، چې د دغه تړون پر سر د خبرو لپاره د ملي دفاع وزارت او نورو اړوند ادارو د کسانو په ترکيب کې، پلاوى ټاکل شوى.

د ده په وينا، په نړۍ کې معمول ده چې له بهرنيو هېوادونو سره د تړون لپاره د بهرنيو چارو وزارت د دولت د اساسي رکن په توګه د خپل هېواد د پلاوي مشري کوي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند همداراز وويل، چې د حکيمي لپاره د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د فساد دوسيه جوړه شوې وه او د بهرنيو چارو وزارت د ولسي جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون ته په دې اړه پوره معلومات ورکړي دي.

ده وويل، چې ياده دوسيه د لويې څارنوالۍ له خوا تر څېړنو وروسته رد شوې او په مکمل ډول تړلې دوسيه ګڼل کېږي.

موسى زي په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې دغه دوسيه په توکيو کې د افغانستان د سفارت په ودانۍ پورې اړه لري چې د بهرنيو چارو وزارت د تفتش رياست له خوا څېړل شوې او څو مياشتې وړاندې دغه موضوع حل شوې ده.

موسى زي د ملي شورا له غړو وغوښتل، چې په جرګه کې د داسې مسايلو تر مطرح کولو وړاندې د معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه له بهرنيو چارو وزارت او لويې څارنوالۍ سره اړيکه ونيسي.