ژبه

ولسوال: د پنجوايي امنيت ٨٥ سلنه ښه شوى

کندهار (پژواک ٢٢ لړم ٩١): د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزى وايي، له تېرې يوې مياشتې راهيسې د دغې ولسوالۍ امنيتي وضعيت ٨٥ سلنه ښه شوى دى.

هغه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې په دې وروستيو کې په پنجوايي کې د وسلوالو مخالفينو فعاليت کم شوى، هغوى اوس د پخوا په څېر ثابت مرکزونه او محکمې نه لري او دې سيمې ته يې په بشپړه توګه تګ راتګ درېدلى نه دى.

دى وايي: ((د تېرې روژې په مياشت کې يې خپلو ځواکونو ته لارښوونه کړې وه، چې د دغې مياشتې په احترام دې تر هغه مهاله پر مخالفينو بريد نه کوي، څو د هغوى له خوا پرې بريد نه وي شوى.))

د نوموړي په وينا، وسلوالو له دغه اقدام څخه ناسمه ګټه پورته کړه، هغوى د پنجوايي تر دروازو ځانونه ورسول او په دې لړ کې يې د دغې ولسوالۍ د حلقوي سړک، چې د شپږ ميليونه ډالرو په ارزښت جوړ شوى، ځينې ساحې ويجاړې کړې.

اسحاقزى وايي، له دې پېښو وروسته امنيتي ځواکونه بېرته د وسلوالو پر وړاندې جدي شول او له همدې امله اوسمهال د دغې ولسوالۍ امنيت ښه شوى دى.

دى وايي: ((د امنيتي ځواکونو، په ځانګړې توګه د سيمه ييزو پوليسو په مرسته په پنجوايي کې ٨٥ سلنه امنيت ښه شوى، خو په ځينو ساحو کې ستونزې شته، چې د له منځه وړلو لپاره يې پراخ چاڼيز عمليات په پلان کې دي.))

پنجوايي ولسوالۍ، چې يو مهال په کندهار کې د وسلوالو مخالفينو د يوه لوى مرکز په توګه پېژندل کېده، دوه کاله وړاندې په کې د همکارۍ د تدابيري پلان عمليات ترسره شول، چې په ترڅ کې يې دلته د مخالفينو ټول مرکزونه، محکمې او نور له منځه يووړل شول.

په ياده ولسوالۍ کې اوسمهال وسلوال مخالفين ثابت مرکزونه نه لري، خو په پراګنده بڼه يې اوس هم فعاليتونه محسوس دي.

ولسوال وايي، دغې ولسوالۍ ته راتلونکي وسلوال مخالفين د سيمې ځايي اوسېدونکي نه دي، بلکې له نورو سيمو راځي، چې ان ډېر مهال ورسره د پاکستان د استخباراتي ادارو کسان هم ملګري وي.

هغه زياتوي: ((په وار وار د پاکستان د استخباراتي ادارو کسان ليدل شوي، چې دغې ولسوالۍ ته راغلي، په کليو کې يې له خلکو سره مجلسونه کړي، خو کله چې تعقيبېږي، نو بيا تښتي.))

ولسوال پر بهرنيو ځواکونو د داخلي بريدونو په اړه وويل، چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د وسلوالو مخالفينو خوځښتونه ليدل کېږي او هڅه کوي، چې د بهرنيو او افغان ځواکونو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ فضا ګډوډه کړي.

د نوموړي په وينا، داخلي بريدونو د بهرينو او افغان ځواکونو پر اړيکو څه نا څه اغېز کړى، هغوى د څه مودې لپاره ځيني محدوديتونه وضع کړي وو، ان په ګډو غونډو او مجلسونو کې يې له وسلو سره يو ځاى برخه اخيسته.

دى وايي، د افغان ځواکونو مشرانو خپل سرتېري تر کلکې څارنې لاندې نيولي، چې د وسلوالو د نفوذ مخه ونيسي.

د دغو داخلي بريدونو له امله د روان زېږديز کال له پيله راهيسې شاوخوا ٥٨ بهرني سرتېري وژل شوي دي.

د پنجوايي ولسوال خپلې ستونزې هم يادې کړې او ويې ويل، چې په اداره کې وړ او مسلکي کسان نه لري، د دې پر ځاى چې خلکو ته خدمات وړاندې شي او ستونزې يې حل شي، ستونزې يې لا ډېرې شوې دي.

هغه د پنجوايي ولسوالۍ د پوهنې د بهير په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې يو مهال په دې ولسوالۍ کې ٣٥ ښوونځي فعال وو، خو د طالبانو د ګواښونو له امله د څو کلونو لپاره تړلي وو، خو په دې وروستيو کې يې يو ځل بيا د ښوونځيو د پرانيستو هوډ کړى او تر دې مهاله په کې ٥ ښوونځي فعال شوي دي.

نوموړي په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې له ستونزو سره سره يې د امنيت په ساتلو کې جوت اغېز درلودلى دى.

دى وايي، په ځينو ساحو کې سيمه ييز پوليسو له خکو سره د چلند پر مهال ستونزې لري، په کار ده د روزنې پر مهال د عامه پوهاوي په برخه کې ورسره ډېر کار وشي.

ورته موضوع