منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

سناتور بريال: معلوليت مې خلکو ته د خدمت پر وړاندې خنډ نه دى

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۲۶ کتنې

کابل (پژواک ٢ مرغومى ٩١) : د مشرانو جرګې انتصابي غړى عبدالباقي بريال، چې يوه پښه يې پرې شوې او په دواړو سترګو ړوند دى، د دې جرګې له تر ټولو فعالو د لسو غړو له ډلې څخه دى.

٥٦ کلن بريال، چې د بل چا په مرسته د مشرانو جرګې په تالار کې خپلې څوکۍ ته ځان رسوي، يو له هغو کسانو دى، چې د جرګې په نږدې هره غونډه کې برخه لري او د مسايلو په اړه خپل نظر څرګندوي.

ده، چې تل يې تورې عينکې پر سترګو او لکړه يې په لاس کې وي، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې معلوليت يې د کار مخه نه ده نيولې او متين عزم يې په خپلو هڅو کې بريالى کوي.

دى وايي: “که زه يې خپله ووايم ښه به نه وي، خو تاسو د مشرانو جرګې د دارلانشاء له رياست نه پوښتنه وکړئ، زه د مشرانو جرګې د ١٠٢ سناتورانو په منځ کې د هغو لسو سناتوارنو په ډله کې راځم، چې تر ټولو فعال بلل شوي دي.”

د مشرانو جرګې د عامه اړيکو دفتر هم د بريال دغه څرګندونې تاييد کړې.

بريال، چې په ١٣٣٥لمريز کال کې د غزني ولايت په اجرستان ولسوالۍ کې زېږدلى او په خټه پښتون دى، خوښ دى چې له معلوليت سره، سره د خپلو خلکو په چوپړ کې دى.

هغه وايي: “زه دا منم، چې معلوليت محدويت دى او معلول انسان لکه نارمل انسان کار نه شي کولاى، خو معلوليت هېڅ مهال د کار او خلکو ته د خدمت مانع نه ګرځي.”

په دواړو سترګو ړوند عبدالباقي بريال، په دې اړه خپل هغه شعر ياد کړ، چې وايي: “مه وايه، چې سترګې يې تيارې شوې د شاهين نظر – دا بلې ډيوې دې په تور تم کې به ځليږي لا”

شاعر بريال چې (سترګې او هوسونه) (شين اسمان)، (ويراني او خزانې) او (مينه نه مري) يې چاپ شوې شعري ټولګې دي، وايي چې سترګې د الله ( ج) لوى نعمت دى او دى يې تل ارمان کوي.

هغه په دې اړه په ډېر سوز سره خپل يو بل بيت ياد کړ او ويې ويل: “د ارمان ناوې مې سر په زنګانه شوه _ چې په ما روښانه ورځ توره تياره شوه”

دى چې د ړندو لپاره ځانګړى ليک (بريل) لوستى شي او له همدې لارې په کمپيوټر ليکنه هم کولاى شي، وايي، سندونه وروسته له هغه لاسليک کوي، چې دستياران يې ورته ولولي.

هغه خپلو دستيارانو ته، چې يو يې جرګې ورته ټاکلى او بل يې له خپلوانو څخه دى، په اشارې سره وويل: “خدا گر ز حکمت ببندد درى _ ز رحمت گشايد درى ديگرى.”

دى، چې لومړنۍ زده کړې يې په خپل پلارني ټاټوبي، د لېسې دورې زده کړې يې په بغلان او د ژورناليزم په برخه کې يې د ليسانس په کچه زده کړې په اوکراين کې کړې، وايي، چې د ملي شورا په تېره دوره کې ولسمشر مشرانو جرګې ته انتصاب کړى او تر اوسه د دې جرګې غړيتوب لري.

د ده په وينا، ولسمشر دى ځکه د معلولينو په استازيتوب يادې جرګې ته انتصاب کړى، چې دې دنده ته تر انتصاب مخکې د معلولينو د سازمانونو مشر و او معلولينو هم له ولسمشر څخه د ده د انتصاب غوښتنه کړې وه.

بريال خپلې تورې عينکې سمې کړې او ويې ويل: “دا چې په تېره دوره کې په خپلو کارونو کې بريالى وم نو په روانه دوره کې يو ځل بيا ولسمشر حامد کرزي زه انتصاب کړم.”

دى وايي، له اوکراين څخه هېواد ته تر راستنېدو وروسته يې د اردو په عقيدتي او فرهنګي برخه کې کار پيل کړ او له “اردو مجلې” او “سرباز” اخبار سره يې همکاری کوله.

هغه وايي، په ١٣٦١کال کې د کابل په شمال کې د ملي اردو له يو مرکز څخه تر وتو وروسته پلى روان و، چې ماين پرې وچاودېد او په چاودنه کې يې ښۍ پښه پرې شوه.

د ده په وينا، څه موده وروسته يې په داسې حال کې د سترګو ليد هم له لاسه ورکړ، چې سترګې يې ټپي شوې هم نه وې.

بريال د خپل تره له لور سره واده کړى، دوه زامن او درې لوڼې لري او له خپل ورځني ژوند څخه خوښ دى.

هغه وايي، چې په اويايمه لسيزه کې په کابل کې د کورنيو جګړو پر مهال له خپلې کورنۍ سره پېښور ته ولاړ او هلته يې د بريل ليک تر زده کولو وروسته د افغان کډوالو په کمپونو کې فرهنګي کارونه کول.

د بريال په وينا، د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته بېرته له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته راغى او دلته د معلولينو له خوا د معلولينو د سازمانونو عمومي مشر وټاکل شو.

د هغه د معلوماتو له مخې، په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې د اساسي قانون د تصويب له لويې جرګې پرته يې په ټولو جرګو کې د معلولينو په استازيتوب ګډون کړى دى.

بريال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې هيله لري په راتلونکي دوره کې يو ځل بيا د ملي شورا غړى وي؟ وويل: “وګورو، چې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته څه تغيير په افغانستان کې راځي، هدف مې دا دى، چې يعنې څوک به بيا ولسمشر شي. که زما تر شا کومه ټولنه وي، نو له شک پرته به زه بيا شورا ته لار پيدا کړم او که خپله ځان کانديد کړم، نو چانس مې ډېر زيات کم دى. که بل چا ته هم چانس ورکړل شي زه ورسره مخالف نه يم؛ ځکه ما دوې دورې خدمت وکړ پرېږده، چې نور هم خدمت وکړي.”

د مشرانو جرګې دغه غړي د افغانستان د سياسي وضعيت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، سره له دې چې په هېواد کې “سيمه ييزې دسيسې او استخباراتي جګړې” روانې دي، د پام وړ پرمختګونه هم شوي دي.

ده د اساسي قانون جوړېدل،د ولسمشرۍ او ملي شورا ټاکنې او د بيا ودانولو چارې په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې د افغانستان پرمختګونه وبلل.

 ده زياته کړه: “خو يوه خبره، چې بايد ويې وکړم هغه دا چې د بن په کنفرانس کې طالبان له پامه ورغوځول شول، چې دغه کار هېواد ته ډېرې ستونزې پيدا کړې او له هغه وروسته نړيوالو هم په ځينو مواردو کې د افغانستان په برخه کې منفي کړنې وکړې.”

بريال د يادو منفي کړنو په اړه نور څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې اوس بايدافغانان د خپل هېواد د اړوند چارو مسووليت په خپله واخلي او “ځينو کورنيو کړيو” ته اجازه ورنه کړي، چې يو ځل بيا ملت يرغمل کړي.

 هغه زياتوي: “دغه کړۍ هماغه کسان دي، چې د مجاهدينو په نوم يې ځان او خپلې کورنيو ته ښه ژوند برابر کړى او يو ځل بيا غواړي، چې سياسي واک هم ولري.”

بريال په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه وايي “متاسفانه، چې زموږ ډېر کارونه تر اوسه سمبوليک دي، ډېر شيان دي، چې له عيني او ذهني حقيقتونو څخه لري دي، ډېر کارونه د مصلحتونو له مخې کېږي، خو زما په عقيده چې پاکستان وغواړي او هېوادوال هم د زړه نه کار وکړي، بې له شکه هېواد ته سوله راځي.”