ژبه

افغان حکومت د طالب بنديانو د خوشې کېدو هرکلى وکړ

کابل (پژواک ١٢ مرغومى ٩١): د افغانستان حکومت د پاکستان له خوا د ملا ترابي په ګډون د اتو طالب بنديانو د خوشې کولو هرکلى وکړ.

د ولسمشر وياند اېمل فيضي د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بنديان د افغان حکومت دمخکنۍ رسمي غوښتنې پر اساس خوشې شوي دي.

ده وويل، چې د سولې عالي شورا، د بهرنيوچارو وزير او په ټوله کې د افغانستان حکومت له پاکستان څخه د يادو کسانو د خوشې کولو رسمي غوښتنه کړې وه.

 فيضي د پاکستان د دغه اقدام هرکلى وکړ او هيله يې وښوده، چې پاکستان دې د پاتې نورو بنديانو د خوشې کولو په برخه کې هم اقدام وکړي.

 دغه راز د افغانستان د سولې عالي شورا هم د پاکستان له خوا د اتو طالب زندانيانو د خوشې کولو هرکلى کوي او دغه اقدام له دې شورا سره د پاکستان د کړو ژمنو عملي ګام بولي.

د سولې د عالي شورا د بهرنيو اړيکو د کمېسيون مشر محمداسماعيل قاسميار پژواک اژانس ته وويل، چې د دغو طالب بنديانو خوشي کول د پاکستان د ښه نيت څرګندونه کوي.

قاسميار وايي، چې د افغانستان د سولې شورا د پاکستان دغه اقدام د هغو ژمنو عملي کول بولي چې پاکستان ته د دې شورا د پلاوي د سفر پر مهال پاکستاني چارواکو کړې وې.

هغه زياته کړه: “موږ د پاکستان له دې پرېکړې هرکلى کوو… دا د ښه نيت د څرګندولو پر لور عملي ګام بولو او دغه ګام د باور رامنځته کولو په برخه کې ګټور بولو.”

ده هيله څرګنده کړه، چې د يادو بنديانو خوشې کېدل د سولې د پروسې د پياوړتيا په برخه کې ګټور ثابت شي.

د سولې د عالي شورا د نړيوالو اړيکو د کمېسيون مشر له خوشې شوو طالب بنديانو هم وغوښتل، چې “ځانونه د سولې پر سفيرانو بدل کړي.”

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې اته طالب بنديان يې د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره خوشې کړي دي.

خو سرچينې دا نه دي ويلي، چې خوشې شوي کسان اوس چېرته دي.

د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په خوشې شوو کسانو کې د وسلوالو طالبانو د واکمنۍ مهال د عدليې وزير ملا ترابي، د هلمند والي ملا عبدالباري، د کابل والي داود جان، پخوانی وزير الله داد طيب او يو بل پخوانی والي ميراحمدګل شامل دی.

پاکستان ويلي، چې د افغانسان د سولې د عالي شورا په غوښتنه يې تر اوسه ۲۶ طالب بنديان خوشې کړي دي

د يادونې ده، چې تېره مياشت اسلام اباد ته د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي د سفر پر مهال د دوی په غوښتنه پاکستان د نهو طالب بنديانو د خوشې کولو اعلان کړی دی.

که څه هم د افغانستان حکومت او د سولې د عالي شورا له خوا د مهم ‌طالب چارواکي ملا برادر د خوشې کولو غوښتنه کړې، خو تر اوسه پاکستان دغه غوښتنه نه ده منلې.

ملا برادر د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د طالبانو د مشر مرستيال و، چې په ٢٠١٠ کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونيول شو.

قاسميار هيله څرګنده کړه، چې پاکستان به ملا عبدالغني برادر هم په نږدې راتلونکي کې خوشى کړي.

ورته موضوع