ژبه

ولسمشرکرزى له اوباما سره په واشنګټن کې پر امنيتي سند خبرې کوي

کابل ښار (پژواک ١٢ مرغومى ٩١): ولسمشر کرزى د راتلونکې اونۍ په پيل کې امريکا ته سفر کوي او له امريکايي چارواکو سره د افغان ځواکونو پر تجهيز او د دواړو هېوادونو  ترمنځ پر امنيتي سند او د سولې پر پروسې خبرې کوي.

د ولسمشر حامدکرزي وياند اېمل فيضي نن (د مرغومي په ١٣ مه) په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې ولسمشر به په دې سفر کې له خپل امريکايي سيال بارک اوباما سره پر يو شمېر سياسي او نورو مسايلو خبرې وکړي.

له بهرنيانو افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد پروسه، د افغان ځواکونو تجهيز، د افغانستان د سولې پروسه، د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي سند هغه څه دي، چې د فيضي په وينا، د دواړو هېوادونو مشران به پرې خبرې وکړي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان له خوا د اتو طالب بنديانو د خوشې کولو هرکلى وکړ او يو ځل بيا يې د افغان حکومت په استازيتوب له پاکستان څخه  وغوښتل، چې پاتې نور طالب بنديان هم خوشې کړي، چې د سولې پروسې ته ګټور دي.

پاکستان تېره ورځ د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د عدليې د وزير ملا نورمحمد ترابي په ګډون اته طالب بنديان خوشې کړل.

دا چې د پاکستان له بنده دغه خوشې شوي پخواني طالب چارواکي چېرته دي، فيضي يې په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه، خو ويې ويل چې کولي شي افغانستان ته راشي.

فيضي که څه هم د دغو طالب بنديانو خوشې کېدل پرمختګ وباله، خو زياته يې کړه، چې دا به وروسته څرګنده شي، چې د دې طالب بنديانو خوشې کېدل د سولې له پروسې سره څومره مرسته کولى شي، خو په دې برخه کې يې د پاکستان همکاري اړينه وبلله.

فيضي هيله څرګنده کړه، چې د دغو طالبانو خوشې کېدل طالبان له افغان دولت سره خبرو ته وهڅوي.

د ولسمشر وياندهمداراز په قطر کې طالبانو ته ددفتر پرانېستلو په اړه وويل، چې افغان حکومت د دې دفتر د څرنګوالي په اړه يوه طرحه برابره کړې، چې د قطر له چارواکو سره به يې شريکه کړي.

 خو ده وويل، چې د قطر دفتر به د طالبانو لپاره يواځې يو ادرس وي، چې موخه يې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته ده.

د هغه په وينا، که چېرې کومه غاړه وغواړي له دې دفتر څخه سياسي ګټه پورته کړي، نو افغان دولت به يې کلک مخالفت  وکړي.

فيضي د يوې پوښتنې په ځواب کې ، چې له اوسنيو خوشې شوو طالبانوڅخه به څوک قطر ته واستول شي که نه، وويل چې قطر ته د طالبانو د استازو د استولو په اړه د طالبانو غورځنګ پرېکړه کوي.

خو ده وويل، چې قطر ته ورپېژندل کېدونکي استازي بايد د طالبانو له خوا د پېژندګلوۍ پوره اسناد ولري.

فيضي په دې اړه، چې طالبانو له افغان دولت سره خبرې رد کړې دي، وويل کوم څه چې په رسنيو کې د طالبانو په استازيتوب خپرېږي، ټول د طالبانو له خوا نه دي.

د ده په خبره،که چېرې طالبان له دولت سره خبرو ته حاضر نه وي، نو څنګه پر افغان پاسپورټونو د پاريس کنفرانس ته ولاړل.

تېره مياشت په پاريس کې د يوه انسټټيوټ له خوا د افغانستان د سولې په اړه يوه ناسته جوړه شوه، چې په هغې کې د طالبانو ځينو استازو، د افغانستان د سولې شورا ، د دولت د مخالف  حزب اسلامي استازو او د حکومت د اپوزېسيون ځينو استازو ګډون کړى و.

د فيضي په وينا، په دې ناسته کې د سولې د عالي شورا غړو د طالبانو له استازو سره دا خبره مطرح کړه، چې طالبان ولې د سولې د استازو په نوم ځانمرګي را لېږي، خو هغوى ويلي وو، چې پر ټولو هغو کسانو چې زموږ په نامه راځي، باور مه کوئ.