ژبه

“طالبانو ته د قطر دفتر په پرانيستو کې بايد نور اقدامات وشي”

واشنګټن (پژواک ١٠ سلواغه ٩١): امريکا وايي، چې په قطر کې طالبانو ته د دفتر پرانيستلو لپاره بايد يو لړ نور اقدامات هم وشي.

دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې وېکټوريا نولينډ په واشنګټن کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

هغې زياته کړه، مخکې له دې چې په دوحه کې د طالبانو دفتر پرانيستل شي، اړتيا ده، چې په دې برخه کې بايد يو لړ نور اقدامات هم وشي.

نوموړې وايي: ((زه نه غواړم په دې برخه کې ناسم پوهاوى رامنځته شي، خو واشنګټن ته د ولسمشر کرزي د وروستي سفر پر مهال هغه ومنله، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو لپاره يو دفتر او ادرس ته اړتيا شته، څو له لارې يې د سولې خبرې اترې پر مخ يوړل شي.))

د يادونې ده، چې تېر کال په لومړيو مياشتو کې د امريکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې خبرې شوې وې او د دفتر د پرانيستل کېدو هوکړه شوې وه، خو په لومړي سر کې افغان حکومت له دغه دفتر سره مخالفت ښودلى و.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت هم تېره اونۍ په دوحه کې طالبانو ته د دفتر پرانيستل کېدو هرکلى وکړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دې برخه کې ځينې کارونه شوي، خو زياتوي چې بايد د دفتر تر پرانيستلو مخکې يو لړ نور اقدامات هم وشي، خو په دې اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويکټوريا نولينډ وويل، دوى به د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ ته ادامه ورکوي.

د امريکا او افغانستان ترمنځ د امنيتي سند په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې نوموړې وويل، چې درېيم پړاو خبرې به ژر پيل شي.

هغې زياته کړه، چې امريکا د دغه سند په اړه يو لنډ سند افغانستان ته سپارلى او هيله يې څرګنده کړه، چې په راتلونکې غونډه کې به ورته افغان لورى ځواب ورکړي.