کابل (پژواک ١٤ سلواغه ٩١): د کابل–واشنګټن د امنيتي تړون د مذاکره کوونکي پلاوي مشر وايي، د افغان ولسمشر د هغې پرېکړې درناوى کوي، چې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د “قضايي خونديتوب” په اړه لويه جرګه راغواړي.
د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو تړون د روان کال په غويي مياشت کې لاسليک شو.
د دغه تړون له مخې ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو تر منځ امنيتي تړون هم لاسليک شي.
پر امنيتي تړون خبرې تېر کال د لړم په ٢٥مه پيل شوې؛ د دغو خبرو درېيم پړاو تېره پنجشنبې (د سلواغې ١٢مه) په کابل کې د افغان او امريکايي چارواکو ترمنځ ترسره شو.
په واشنګټن کې افغان سفير اکليل احمد حکيمي د افغان لوري او د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي مرستيال جيمز وارلک د امريکايي مذاکره کوونکي پلاوي مشري کوي.
جيمز وارلک نن (د سلواغې ١٤مه) له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو قضايي خونديتوب د دوه اړخيز امنيتي تړون يوه برخه ده.
خو هغه وايي، قضايي خونديتوب دا معنا نه لري چې ګواکې سرتېري به يې هېڅ نه محاکمه کېږي.
د ده په وينا، کوم سرتېرى چې جرم کوي، هغوى به محاکمه کېږي او د خپل جرم سزا به ويني.
وارلک زياته کړه: “يوه برخه، چې د افغانانو لپاره هم مهمه ده او ما حکيمي (په واشنګټن کې د افغانستان سفير) ته هم څرګنده کړه، هغه دا ده چې موږ په حقيقت کې د خونديتوب په هڅه کې نه يو؛ ځکه څوک چې مجرم وپېژندل شي، موږ غواړو چې هغوى تر عدلي تعقيب لاندې راشي، که چېرې مجرم وي، بايد محاکمه شي.”
خو ده وويل، د خونديتوب او قضايي حوزې ترمنځ توپير شته، چې يو بايد له بلې سره ګډ نه شي.
که افغانستان د امريکايي سرتېرو د قضايي خونديتوب مسئله ومني نو په افغانستان کې پاتې کېدونکي امريکايي سرتېري به د جرم په صورت کې د خپل هېواد د قوانينو له مخې مجازات کېږي.
وارلک د پنجشنبې ورځې د خبرو په اړه وويل، چې د امريکايي سرتېرو قضايي خونديتوب “دقيقاً يوه له هغو موضوعاتو وه، چې موږ په دغه پړاو کې پرې خبرې وکړې.”
د امريکايي مذاکره کوونکي پلاوي مشر وايي، چې ده او اکليل احمد حکيمي د قضايي خونديتوب په اړه خپل نظرونه يو له بل سره شريک کړل، تر څو قضايي خونديتوب ته پر يوې “مناسبې ژبې” کارولو سره سلا شي.
وارلک وويل، چې د قضايي خونديتوب په اړه په درېيم پړاو کې د دواړو لورو بحث، د دې مسئلې په اړه د ولسمشر کرزي او ولسمشر اوباما ترمنځ د وروستيو خبرو په رڼا کې ترسره شوى دى.
د هغه په وينا، حامد کرزي ويلي، چې د امريکايي سرتېرو د قضايي خونديتوب مسئله ستونزمنه نه ده.
وارلک وويل، د کرزي د هغې پرېکړې درناوى کوي، چې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د قضايي خونديتوب د مسئلې پر سر د بحث لپاره لويه جرګه راغواړي.
خو ده ونه ويل، چې که لويه جرګه په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو قضايي خونديتوب ته مثبته رايه ورنه کړي نو بيا به د امريکا دريځ څه وي.
خو ولسمشر کرزي تېره مياشت د امريکا له متحده ايالتونو څخه هېواد ته تر راستنېدو وروسته په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل، چې امريکايانو د خپلو سرتېرو پر قضايي خونديتوب ټينګار کاوه او ويل يې، چې که دا خبره ونه منل شي نو خپل ټول سرتېري به له افغانستان څخه وباسي.
کرزې په همدې خبري ناسته کې ويلي و، چې د امريکايي سرتېرو د قضايي خونديتوب په اړه پرېکړه به لويه جرګه کوي.
ده دا هم ويلي و، تر هغه به له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک نه شي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په واشنګټن کې شوې هوکړې پلې شي.
د افغان حکومت ټينګار دا دى، چې د بګرام زندان ټولې چارې او زندانيان له امريکايي سرتېرو څخه افغان حکومت ته وسپارل شي او دا واشنګټن ته د کرزي د سفر عمده غوښتنه هم وه.
جيمز وارلک وويل، چې د دې موضوع پر سر لا هم د دواړو لورو خبرې روانې دي او امريکا ژمنه ده چې د بګرام زندان ټولې چارې په نږدې راتلونکې کې افغان لوري ته وسپاري.
ياد شوى زندان په داسې حال کې تر اوسه افغان لوري ته په پوره ډول نه دى سپارل شوى چې د دغه زندان د سپارلو د چارو هوکړه ليک نږدې يو کال مخکې افغان او امريکايي چارواکو لاسليک کړى دى.
جيمز وارلک يو ځل بيا وويل، چې د امريکا متحد ايالتونه به له ٢٠١٤ کال وروسته افغانستان يواځې نه پرېږدي او د دواړو هېوادونو ګډ مشارکت ته به ادامه ورکوي.
دى وايي، چې له ٢٠١٤ کال وروسته هم امريکا د افغانستان سولې او ثبات ته ژمنه ده.
ده هيله څرګنده کړه، چې د افغانستان د سولې پروسه به بريالى شي.
هغه وايي، ښه به دا وي چې افغانان په خپلو کې سره خبرې وکړي تر څو په دغه هېواد کې دايمي سوله رامنځته شي.
ولسمشر کرزي څو ورځې مخکې ويلي وو، ځيني بهرنيان غواړي چې د افغانستان د کمزروي کولو په موخه د سولې پروګرام په متفرق ډول پر مخ بوځي.
ده ټينګار کړى و، چې د سولې خبرې بايد يواځې د سولې د عالي شورا له لارې ترسره شي؛ ځکه چې هر متفرق حرکت کېداى شي افغانستان د اويايمې لسيزې په څېر له ستونزو سره مخ کړي.