کابل (پژواک ١٧ سلواغه ٩١): د ميدان وردګو والي وايي، چې له مرکز څخه يې د دغه ولايت لپاره د ګڼ شمېر لويو او وړو پروژو غوښتنه کړې ده.
د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي د سلواغې په ١٧مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې له تېرو څو ورځو راهيسې په کابل کې له بېلابېلو وزارتونو سره خپلې ستونزې شريکې کړي او د بيارغونې د پروژو غوښتنه يې ترې کړې ده.
هغه زياته کړه، چې د راتلونکي لمريز کال لپاره يې د ښې حکومتوالۍ، پرمختيايي چارو او امنيت په برخه کې يو منظم پلان جوړ کړى دى.
نوموړي وويل، چې له اړوندو وزارتونو سره يې ياد پلان شريک کړى او هڅه به وکړي ، چې د دغه پلان د برياليتوب لپاره د مرکزي حکومت کلک ملاتړ ترلاسه کړي.
خوګياڼى وايي، چې له فوايد عامې وزارت څخه يې د لسګونه کيلومترو ځينو سړکونو د جوړولو غوښتنه کړې ده.
د هغه په وينا، په دغو سړکونو کې د چک ولسوالۍ ٢٥ کيلومتره سړک، چې اته کيلومتره يې پخوا جوړ شوى او نور يې پاتې دى، د چک-دايمرداد، د بهسودو دويمې حصې ٧٥ کيلومتره او د چک-جغتو ولسوالۍ ٣٧ کيلومتره سړکونه شامل دي.
نوموړي زياته کړه، چې له اړوند وزارت څخه يې د سيداباد له شش ګلې څخه تر جغتو ولسوالۍ پورې ٢٥ کيلومتره سړک او د ميدان ښار د ټوپ له دښتې د کابل تر کمپنۍ سيمې پورې د دوه طرفه سړک جوړولو غوښتنه هم ترې کړې ده.
خوګياڼي وويل، چې له بهسودو ولسوالۍ څخه تر باميانو پورې د سړک د پيل شوې پروژې کارونه ټکني روان دي او له وزارت يې غوښتي، چې پر جوړونکي شرکت فشار راوړي، څو کارونه يې چټک کړي.
والي وويل، چې له دغو سړکونو څخه يې د يو شمېر لپاره بوديجه هم منظوره شوې ، خو د سروې او نور عملي کارونه يې نه دي پيل شوي.
نوموړي دغه راز زياته کړه، چې د ولايت په مرکز ميدان ښار او په يو شمېر ولسواليو کې دولتي ادارې ودانۍ نه لري او په دې اړه يې په مرکز کې له اړوندو چارواکو سره خبرې کړي، څو ژر تر ژره دغه کار هم پيل کړي.
د برېښنا په اړه د ميدان وردګو والي وويل، چې د چک د برېښنا بند جوړولو ژمنه نړيوال بانک کړې، خو تر اوسه يې کارونه، نه دي پيل شوي.
هغه زياته کړه، له اړوند وزارت سره يې په دې اړه خبره کړي، چې هر څومره ژر کېداى شي پر دې پروژې هم کار پيل شي؛ ځکه چې د ده په وينا، دا نه يواځې د ميدان وردګو، بلکې ګاونډيو ولايتونو ته هم برېښنا ورکوي او د سيمې اقتصاد هم ورسره ښه کېږي.
خوګياڼي وويل، چې له مرکز څخه يې په دغه ولايت کې د تازه مېوو او سبزيو د پروسس مارکېټ، صنعتي پارکونو، سړو خونو، بس سټېشن، ١٠٠ بستريز روغتون او يو شمېر نورو رغنيزو پروژو پلې کولو غوښتنه کړې ده.
نوموړى د کانونو په اړه وايي، چې په دغه ولايت کې ٤٣ کانونه تثبيت شوي، خو ډېرى يې په غير قانوني توګه وېستل کېږي.
هغه زياتوي، چې په يو شمېر سيمو کې وسلوال مخالفين هم له دغو کانونو ګټه پورته کوي او له اړوند وزارت يې وغوښتل، چې نه يواځې د دې غير قانوني کيندنو مخه ونيسي، بلکې د قانوني کيندنو لپاره دې لازم اقدامات وکړي.
ده زياته کړه، چې ولايت به د کانونو د کيندلو لپاره لازم امنيتي تدابير ونيسي.
د ميدان وردګو والي وويل، چې په مرکز کې بېلابېلو چارواکو د ده د غوښتنو په ځواب کې ډاډ ورکړى، چې ګڼ شمېر پروژې به په ولايت کې تطبيق کړي.
عبدالمجيد خوګياڼي په دغه ولايت کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د خلکو وهل، ټکول او ځورول هم تاييد کړل او زياته يې کړه، چې په دې اړه ده ته هم شکايتونه شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په دې اړه د ولسمشر له خوا ټاکل شوي پلاوي خپلې څېړنې کړي او د ولسمشرۍ ماڼۍ ته يې خپل راپور وړاندې کړى دى.
د دغه ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د هزاره وو او کوچيانو ترمنځ شخړې ته په اشارې سره عبدالمجيد خوګياڼي وويل، چې دا شخړه سياسي بڼه لري او له بهر څخه په کې لاسوهنه کېږي.
هغه زياته کړه: ((نور کسان دغه دوه ډلې جګړې ته هڅوي.))
نوموړي په دغه ولايت کې شته امنيتي ستونزې تاييد کړې او ويې ويل، چې له مرکز څخه يې غوښتي ، چې د لوا قومانداني دلته ولېږدوي، امنيتي پوستې زياتې کړي او د لويې لارې امنيتي قطعه جوړه کړي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه ولايت کې امنيتي تشکيل کم دى او په کم تشکيل کې دوى نه شي کولى، په ولسواليو او لويو لارو کې بشپړ امنيت ټينګ کړي.









