Language

د لښکرګاه زده کوونکو ته د تدريس او ليليې ودانۍ جوړې شوې

لښکرګاه (پژواک ١٩ سلواغه ٩١): په لښکرګاه کې د نا امنو سيمو د زده کوونکو لپاره د زده کړو او ليليې دوه لوى بلاکونه پرانيستل شول.

دغه  بلاکونه د لښکرګا ښار اړوند په دارالمعلمين او سيمټي ساحه کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي دي.

د دغو بلاکونو د پرانيستلو په مراسمو کې د پوهنې وزير ډاکټر فاروق وردګ، د هلمند والي محمدنعيم خان، د پوهنې رييس محمدنسيم ساپي، ځايي چارواکو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

د پوهنې وزير د دې پروژو تر پرانيستې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر دغو پروژو ١٥٠ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې د ډنمارک هېواد له خوا ورکړل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د دغو پروژو کار په  ٢٠٠٩ زېږديز کال کې پيل شوى و، خو د ځينو ستونزو له امله يې کارونه په ځنډ سره پاى ته ورسېدل.

ډاکټر فاروق وردګ وويل، چې په دغو بلاکونو کې د نا امنه ولسواليو او سيمو د دوو زرو زده کوونکو لپاره د زده کړې او د ليليې اسانتياوې برابرې شوې او نيمه برخه يې نجونو ته ځانګړې شوې ده.

د هلمند د پوهنې رييس محمد نسيم ساپي پژواک اژانس ته وويل، چې د ليليې او تدريسي بلاکونو ترڅنګ د خوړن ځاى،  غونډو او نورو ملحقاتو لپاره هم څلور کوچني بلاکونه جوړ شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د زده کړې او ليليې په هر بلاک کې ٤٥ خونې جوړې شوې  دي.

د نوموړي په وينا، اوس مهال په دغو ليليو کې اوه سوه زده کوونکي مېشت دي، خو دمګړۍ په کې نجونې نشته.

ساپي وويل، څلور کاله مخکې دوى دغه پلان په داسې حال کې جوړ کړ، چې په ګڼ شمېر ولسواليو کې د نا امنو له امله ښوونځي وتړل شول او يو شمېر زده کوونکي لښکرګاه ته راغلل.

د هغه په وينا، اوس په يو شمېر ولسواليو کې امنيت ښه شوى او ښوونځي هم بېرته خلاص شوي، دوى هڅه کوي، چې په ولسواليو کې ليليې جوړې کړي.

د پوهنې رييس زياتوي، چې د هلمند پوهنتون محصلين د دوى له ليليو او دار المعلمين ودانۍ څخه ګټه پورته کوي او له لوړو زده کړو وزارت څخه يې وغوښتل، چې دوى ته دې خپلې ليليې جوړې کړي.

د پوهنې وزير د نويو ليليو د زده کوونکو لپاره د وزارت له بوديجې څخه د اعاشې او اباطې د ورکړې اعلان هم وکړ.

د ناوې ولسوالۍ اړوند يو زده کوونکى، چې اوس په لښکرګاه کې زده کړې کوي، پژواک اژانس ته وويل، چې په ولسوالۍ کې يې د نا امنيو له امله ښوونځى تړل شوى  و او دى اړ شو چې لښکرګاه ته راشي.

هغه زياته کړه، چې پخوا په مارکېټونو او دوکانونو کې اوسېدل، خو اوس ورته حکومت ليليه جوړه کړه.

Related Topics