Language

د خانشين اوسېدونکي د بيارغونې په برخه کې د دولت پام غواړي

لښکرګاه (پژواک،٢٥سلواغه ٩١): د هلمند د خانشين اوسېدونکي وايي، سره له دې چې د ولسوالۍ امنيت د ځايي اوسېدونکو په مرسته ټينګ شوى، خو دولت د بيارغونې په برخه کې ورته پام نه دى کړى.

د خانشين يوه قومي مشر حاجي عبدالسلام پژواک خبري اژانس ته وويل، دا ولسوالي سره له دې چې له پاکستان سره اوږده پوله لري، خو ٩٠ سلنه امنيت يې د ځايي خلکو په مرسته ښه شوى دى.

ده زياته کړه، په خانشين کې په تېرو لسو کلونو کې د بيارغونې کارونه په نشت حساب دي، چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ او اقتصادي حالت يې خراب دى.

د هغه په وينا، د بيارغونې په برخه کې د پروژو نه پلي كېدو له يوې خوا پر دولت د خلك باور كم كړى دى او له بلې خوا د كروندګرو او ځايي اوسېدونكو اقتصاد كمزورى شوى دى.

نوموړي د بېلګې په توګه د کانالونو بندښت، د اوبولګو سيستم خرابتيا او د کرنيزو ځمکو د شاړېدو ستونزې يادې کړې.

يوه بل قومي مشر ګلزار بيا وايي، له څلورو کلونو راهيسې، چې دولت خانشين له وسلوالو مخالفينو نيولې، تردې دمه يواځې درې د ولسوالۍ، لېسې او يوه روغتيايي مرکز ودانۍ جوړې شوې دي.

نوموړي له دولته د کرنې سکتور ته د پاملرنې ترڅنګ د ښوونځيو جوړولو، کانالونو پاکولو او روغتيايي مرکزونو د جوړولو غوښتنه وکړه.

د خانشين ولسوال شاه محمد مير هم، په دې ولسوالۍ كې د بيارغونې په برخه کې د خلكو نيوكې مني او وايي، په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې کارونه په هېڅ حساب دي.

دى زياتوي، دا چې د خانشين د اوسېدونکو اقتصاد په کرنه ولاړ دى، نو له همدې امله په دې برخه کې د کار نه کېدو له امله يې ځمکې شاړې، خلک بې روزګاره او اقتصادي حالت خراب دى.

ولسوال وايي، د ښوونې او روزنې په برخه کې هم ستونزې لري، ځکه ياده ولسوالي تر اتيازرو پورې وګړي لري، خو دا مهال يواځې ٧٥٠ زده کوونکي لري، چې يونيم سل يې نجونې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، خانشين ته يواځې شپږ ښوونځي په تشکيل کې ورکړل شوي، چې ټول زده کوونکي ورته لاسرسى نه لري.

د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام، چې خانشين ته يې سفر کړى و، پژواک ته وويل، هڅه کوي د دې ولسوالۍ د خلکو او پوليسو ترمنځ اړيکې نورې هم ښې کړي.

نوموړى وايي، سره له دې چې په دې ولسوالۍ کې د پوليس تشکيل کم دى، خو بيا هم د ولسوالۍ امنيت ښه دى.

خانشين د لښکرګاه سوېل ته پاکستان سره پر پوله پرته ولسوالۍ ده، چې د اوسېدونکو په وينا، يواځې د وزيراباد او شيشنګي په سيمو کې د دولت وسلوال مخالفين تر سترګو کېږي.

Related Topics