لښكرګاه (پژواك ۲۶ سلواغه ۹۱): په هلمندكې د يو مطبوعاتي كنفرانس پر مهال د لسګونو شركتونو د مـسوولينو پر وړاندې د ۸۵ پروژو د وركړې اعلان وشو.
د هلمند والي تورن جنرال محمد نعيم نن (د سلواغې ١٦مه) د مطبوعاتي كنفرانس پر مهال وويل، چې دغه پروژې د اوو ولسواليو لپاره (موسى كلا، نادعلي، مارجې، ګرشك، خانشين، ناوې او سنګين) د كرنې، روغتيا، پوهنې، د كليو پرختيا او د اوبو د تنظيم په برخو كې دي، چې د ازادې سيالۍ له لارې به شركتونو ته وركړل شي.
د هغه په وينا، له ټولو پروژو به د څار كمېسيون ټاكل كېږي او پرې به نه ږدي، چې په پروژو كې درغلي او فساد وشي.
نوموړي زياته کړه، چې د امنيت له پراختيا سره سم به د خلكو ژوند د ښه كولو په برخه كې چټك پروګرامونه ولري، چې له دې سره به له يوې خوا په سيمه كې كار وشي او له بلې خوا به خلكو ته د كار زمينه برابره شي.
د والي په خبره، پر دغو ۸۵ پروژو باندې ۳۲۲ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د انګلستان هېواد له خوا وركول كېږي او په راتلونكي يو كال كې به يې كارونه بشپړ شي.
په ياد كنفرانس كې د پوهنې رييس محمد نيسم ساپي وويل، ۲۱ پروژې د ښوونځيو د ودانيو د جوړېدو او ترميم په برخو كې دي.
د اوبو لګولو او كرنې رياست مسوولينو روح الله او انجنير خان اقا وويل، چې د دوى په پروژو کې د ودانيو جوړېدو تر څنګ د كانالونو پاكول، د دولتي كورونو ترميم او د كاريزونو پاكول شامل دي.
د كليو پراختيا سرپرست سيدعلي وايي، چې دوى هم د كانالونو د پاكولو تر څنګ ځينې ودانۍ، د څښاك اوبو ژورې څاګانې، واټرګېټونه او نورې وړې او لويې ۱۹ پروژې لري.
د عامې روغتيا رييس ډاكټر عنايت الله غفاري هم په دې اړه وويل، چې دوى ته د ودانيو او د ځينو روغتيايي مركزونو د ترميم ۱۸ پروژې وركړل شوې او يو شمېر وسايل او امبولانسونه به هم وپېري.
د يادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د پوهنې وزير ډاكټرفاروق وردګ په هلمندكې د ۳۶ ښوونځيو د جوړېدو اعلان وكړ.