لښکرګاه (پژواک ١٣ کب ٩١): د کجکي د برېښنا بند کار کوونکي ادعا لري، چې دغه بند ته له منظور شوو پيسو ١١٠ ميليونه ډالره د بهرنيانو په معاشونو لګول شوي دي.
د کجکې د برېښنا بند د درېيم توربين د نصبولو او بيارغولو لپاره شاوخوا اووه کاله وړاندې د امريکا متحده ايالتونو له لوري تر درې سوه ميليونه زيات امريکايي ډالر منظور شول، خو تر دې مهاله په دې برخه کې هېڅ پرمختګ نه دى تر سترګو شوى.
په دغه بند کې دا مهال دوه توربينونه د ٣٢ مېګاواټه برېښنا توليد لري، چې د درېيم توربين په نصبولو سره به يې د توليد ظرفيت ٥١ مېګاواټو ته لوړه شي.
د هلمند د برېښنا رييس اهل الله عبيدي څه موده وړاندې پژواک اژانس ته ويلي و، چې د کجکې د برېښنا بند د درېيم توربين د نصبولو چارې به په مرغومي مياشت کې پيل شي.
خو د کجکي بند يوه کارکوونکي سيدغلام، چې له ٣٦ کلونو راهيسې پر دغه بند کار کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل، څلور کاله وړاندې د درېيم توربين سامانونه ولسوالۍ ته رسېدلي دي، خو نه يواځې دا چې تر اوسه ځاى پر ځاى شوي نه دي، بلکې بې ځايه پراته دي او اورښتونو خراب کړي هم دي.
ده ادعا وکړه، په تېرو اوو کلونو کې د هغو بهرنيو مامورينو، چې د دغه بند لپاره پر دندو ګومارل شوي، پر معاشونو يې شاوخوا ١١٠ ميليونه امريکايي ډالره لګېدلي او له دې سربېره ورځنى لګښت يې تر ٣٠زره ډالرو پورې رسېږي.
د هغه په وينا، د لومړي او دويم توربين يوه پرزه هم تر دې مهاله نه ده نوې شوې او په زاړه سيستم کار کوي.
د برېښنا د دغه بند يو بل پخوانى کارکوونکى ايمانداد بيا وايي، افغان دولت او نړيوال نه غواړي د کجکې د برېښنا بند ورغول شي؛ ځکه ٤٠ کاله وړاندې په ډېرو کمو امکانانو دغه بند جوړ شو، خو اوس يې چې امکانات تر پخوا څو برابره زيات دي، نه ترميمېږي.
ده ادعا وکړه: “بهرنيان غواړي دغه بند ته ځانګړې شوې پيسې بېرته له خپلو ځانونو سره په يو او بل نوم ولېږدوي.”
دى وايي، د درېيم توربين سامانونو زنګ خراب کړي دي.
دغه کارکوونکي له لوړپوړو چارواکو غوښتنه وکړه، چې د درېيم توربين د نصبولو چارې دې پيل کړي، له يوې خوا به د بې ځايه لګښتونو مخه ونيول شي او له بلې خوا به د برېښنا ستونزه هواره شي.
د ايمانداد د معلوماتو له مخې، د کجکي بند د څلور نورو توربينونو سيستم هم لري، چې اوس يې اوبه بې ځايه د ايران لوري ته بهېږي.
څه موده وړاندې د اوبو او برېښنا وزير اسماعيل خان په ولسي جرګه کې د کجکي بند د نه رغولو لامل امنيتي ګواښونه بللي و.
خو د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام د دې سيمې د امنيت ډاډ ورکوي او وايي، يو شمېر کړۍ د خپلو شخصي ګټو پاللو په موخه هلمند ناامنه ښيي.
ده زياته کړه، پوليس چمتو دي د کجکي د برېښنا د توربين وسايل له لګښت پرته ولسوالۍ ته ورسوي.
د هغه په وينا: “لاره خلاصه ده، امنيتي پوستې شته، خو دا چې نړيوال او اړوند مسوولين د امنيت پلمې کوي، دوى يې په راز نه پوهېږي، چې څه غواړي؟”
د کجکي ولسوال ملا عبدالرزاق مظلوميار هم له دولته غوښتنه وکړه، چې د برېښنا د دغه بند د رغولو چارې دې پيل کړي؛ ځکه له دوى څخه نه يواځې لښکرګاه او کندهار د برېښنا غوښتنه کوي، بلکې د کجکي، موسى کلا او سنګين اوسېدونکي د ځمکو د خړوبولو لپاره برېښنا ترې غواړي.
ده وويل، د کجکې خلک جنګونو ډېر ځپلي دي؛ که چېرې د بند کار پيل شي، خلکو ته به د کار زمينه هم برابره شي.









