لښکرګاه (پژواک ١٦ کب ٩١): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ښاروالۍ له لوري د بيارغونې بيلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د لښکرګاه ښاروال محمد فاضل ساپي د ښار په بيټ ون سيمه کې د پروژو د پرانيستلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو پروژو کې د سړک جوړونې ترڅنګ، پلې لارې، ويالې او پولګوټي شامل دي.
هغه زياته کړه، چې پر يادو پروژو يونيم ميليون امريکايي ډالر لګښت راغلى، چې د امريکا د نړيوالې پرمختيايې اداري (يو. اېس. اې. اى. ډي) له خوا ورکړل شوى دى.
د ښاروال په خبره، چې په دغو پروژو کې د ١٧ کيلومتره سړک هوارول، ١٩ کيلومتره ويالې جوړول، په همدې اندازه پلې لارې او ٦٠ پولګوټي شامل دي.
نوموړى وايي، چې د پروژو چارې په څلورو مياشتو کې بشپړې شوې دي.
ساپي وويل، چې په ياده سيمه کې تر دې مخکې ستونزې وې، خو د پروژو په بشپړېدو د خلکو ستونزې هوارې شوې دي.
ښاروال زياته کړه، هغه سړک چې اوس په خام ډول هوار شوى، دوى هڅه کوي چې د نړيوالو مرسته کوونکو او ښاروالۍ په خپله پراختيايې بوديجه يې په پاخه او اساسي توګه ورغوي.
د سيمې يوه اوسېدونکي محمديوسف پژواک اژانس ته وويل، تېر کال په ژمي کې په دې سيمه کې د سړک او ويالو د نشتوالي له امله ډېرې ستونزې وې.
هغه زياته کړه، چې دې پروژو سره يې له يوې خوا ستونزې هوارې شوې او له بلې خوا سلګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې وه.
.