Language

په کجکې کې د هلمند پر سيند جوړ پخوانى پول په نړېدو دى

لښکرګاه (پژواک ١٦ کب ٩١): په کجکي ولسوالۍ کې د هلمند پر سيند د لرګيو جوړ شوى پول د نړېدو په حال کې دى.

د کجکې ولسوال عبدالرازق مظلوميار د کب په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ١٤٠ متره پول چې لسګونه کلونه وړاندې له لرګيو جوړ شوى، اوس د ړنګېدو په حال کې دى.

نوموړي له افغان دولت او نړيوالو مرسته کوونکو غوښتنه وکړه، چې په ياده سيمه کې د اساسي پله د جوړېدو لارې چارې ولټوي، تر څو په دې برخه کې له ستونزو سره مخ نه شي.

د ولسوال په خبره، په کجکې ولسوالۍ کې پر سيند له لرګيو جوړ دغه پول په ١٣٤٦ لمريز کال کې جوړ شوى، چې اوس مهال يې ټول سيستم خراب او يواځې کوچني موټر پرې په نوبت سره تګ راتګ کولى شي.

ولسوال وايي، چې دغه پول د دې سيمې د خلکو او دولت لپاره ډېر مهم دى؛ ځکه چې د کجکي سوېلي او شمالي لوري، زمينداور او د موسى کلا ولسوالۍ سره نښلوي.

نوموړي زياته کړه، که چېرې دغه پول ولوېږي نه يواځې چې د خلکو ستونزې به ورسره ډېرې شي بلکې د امنيت لپاره هم ګڼې ستونزې راپيدا کولى شي.

ولسوال وايي، شپږ کاله وړاندې د دغه پله لپاره دوه نيم ميليونه امريکايي ډالره منظور شوي وو، خو د امنيتي ستونزو او د دولت د نه پاملرنې له امله يې پروژه ترسره نه شوه.

مظلوميار وويل، چې په کجکي کې په پر يوې پروژې هم تر دې مهال کار نه دى شوى، اوس يواځې د ډېرو هڅو په پايله کې د بازار د پنځه سوه ورانو دوکانونو له ډلې پر پنځوس باندې کار پيل شوى، چې دوه سوه بې روزګاره کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.

د همدې سيمې يوه اوسېدونکي حاجي نېک محمد پژواک ته وويل، ياد پول په پخواني سيستم جوړ دى، بار وړونکې موټر اوس نه شي پرې تللى؛ ځکه کوچني موټر لا په نوبت کې ځي، چې له امله يې خلکو ته ستونزې جوړې شوې دي.

د ده په خبره، که چېرې د پله کار پيل شي، نو هغو ځوانانو ته به د کار زمينه  برابره شي، چې د بې روزګارۍ له امله د دولت له مخالفينو سره په ليکو کې درېدلي دي.

Related Topics