Language

 لښکرګاه (پژواک ٢٢ کب ٩١): حامد کرزي په هلمند کې قومي مشرانو او ځوانانو ته په وينا کې خپله دا خبره بيا تکرار کړه، چې طالبان امريکايانو ته خدمت کوي.

  ولسمشر کرزى، نن د کابينې او ملي شورا له يو شمېر غړو سره يوځاى له غرمې مخکې په يوه نااعلان شوي سفر هلمند ته راغى.

 کرزي د هلمند ځوانانو او قومي مشرانو ته په خپله وينا کې، چې تر ډېره پر امنيت او د طالبانو پر وسله والو فعاليتونو ورټوله وه، له هلمنديانو وغوښتل چې له خپلو اړيکو څخه په ګټې اخيستو طالبان سولې او وسلې اېښودو ته وهڅوي.

 ده وويل، دى به هم له دولت څخه د ناراضو طالبانو د پخلا کولو هڅو ته دوام ورکړي.

 خو زياتوي، هغه طالبان بايد ځانونه اصلاح کړي چې د نورو د ګټو لپاره يې وسله پر اوږه کړې ده.

  هغه يو ځل بيا پر طالبانو غږ وکړ چې وسلې پر ځمکه کېږدي او د هېواد د ابادۍ لپاره د سولې په بهير کې ورګډ شي.

 خو کرزي په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د نړيوالو ځواکونو پر روانې جګړې نيوکه وکړه او ويې ويل، د ترهګرۍ ځالې د افغانستان له پولې پورې غاړې دي.

 ده زياته کړه: “که دا د تروريزم پر خلاف جنګ دى، نو زما په خاوره کې نه دى؛ که دا زما په خاوره کې دننه د ځينو خلکو ناخوښي ده، د دې حکومت په مقابل کې، هغه زما او زما د وطن د سړي کار دى چې سره جوړ شو.”

 که څه هم ده په ښکاره د کوم هېواد نوم ياد نه کړ، خو افغان دولت تل ويلي چې د ترهګرو ځالې او د تمويل سرچينې د ډيورنډ له پولې اخوا د پاکستان په خاوره کې دي.

 کرزي په پاکستان کې پر وروستيو بريدونو چې لسګونه پاکستاني وګړي په کې ووژل شول، ژوره خواشيني وښوده او ويې ويل: “يواځې او يواځې د پاکستان او افغانستان په همکارۍ کې دا مصيبتونه ورکېداى شي.”

 دى وايي: “هر چا چې له افغانستان سره بې غوري کړې يا ظلم يې کړى دى، په هغه بلا اخته شوى دى.”

  ولسمشر وويل، د طالبانو مشران په پاکستان کې دي او له هغه ځايه له بهرنيانو سره د خبرو لپاره تل په ځانګړو الوتکو کې سفرونه کوي، خو په خپل هېواد کې امريکايانو ته د زور ښودلو لپاره ملکيان وژني.

 کرزي يو ځل بيا وويل چې طالبان په دې کار سره امريکايانو ته خدمت کوي، ترڅو خلک ووېروي چې د خپل امنيت لپاره د بهرنيانو پاتې کېدل وغواړي.

 کرزي زياته کړه: “هلته په پاريس کې د فرانسې له حکومت سره ناست يې، چاى او کافي ورسره څښې، د دوى په قصرو کې؛ دلته په کابل کې کونډه وژنې او زور امريکا ته ورښکاره کوې، په پاريس کې چاکليټ ورسره خورې، په کابل کې کونډه وژنې، واضح خبره ده چې خدمت د بل چا دى، کار وپردو ته دى.”

 ولسمشر حامد کرزي  د کب په شلمه  هم ورته څرګندونې کړې چې ګواکې امريکايانو او طالبانو سره لاس يو کړى او يو د بل په ګټه په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي، خو وسله والو طالبانو او امريکايي چارواکو دا څرګندونې ناسمې بللې دي.

 ولسمشر کرزي نن له وسله والو طالبانو سره د جګړې پر ځاى خبرو ته تيارى وښود.

 کرزي همداراز په خپلو خبرو کې يادونه وکړه چې د بګرام زندان چارې به تر راتلونکې شنبې ورځې (د کب ٢٦مه) پورې افغان دولت ته وسپارل شي.

 کرزى وويل، که دا ځل د بګرام زندان چارې راونه سپارل شوې، نو “افغانان به خپل ځواب ورکړي.”

 ټاکل شوې وه، چې د بګرام زندان چارې د روانې اونۍ په لومړيو کې افغان لوري ته وسپارل شي، خو وځنډېد.

 ولسمشر په خپلو خبرو کې د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې د هلمند ونډې ته ګوته ونيوه او ويې ويل، دغه ولايت ډېرې مهمې طبيعي زېرمې لري.

 کرزي وويل، امريکا لا له وړاندې ترې غوښتي چې د دغو طبيعو زېرمو د راوېستو قرارداد ورسره وکړي.

 خو هغه د هلمند ولايت د پرمختګ لپاره د کجکي د برېښنا بند جوړېدل اړين وبلل، چې په وينا يې امريکايانو په تېرو لسو کلونو کې دغه بند ونه رغاوه.

  هغه وويل، که امريکايان د کجکي د برېښنا بند نه رغوي، نو دغه مهمه پروژه دې افغانانو ته وسپاري.

 خو کرزي يادونه وکړه، که امريکايان د کجکي د برېښنا بند جوړ کړي، نو په بدل کې به يې د امنيتي لپاره په جوړېدونکې لويه جرګه کې د هلمند استازي په افغانستان کې د امريکا پوځي اډو ته رايه ورکړي.

 کرزي په خپلو خبرو کې همداراز د هلمند ځوانان زده کړو ته وهڅول او ژمنه يې وکړه، چې په دې ولايت کې د پوهنتون د جوړېدو لپاره به پوره همکاري وکړي.

 ولسمشر د هلمند پر سوداګرو هم غږ وکړ چې د پوهنتون په جوړېدو کې مالي مرسته وکړي.

  د هلمند والي محمدنعيم بلوچ نننۍ غونډې ته په خپله پرانيستونکې وينا کې تر ډېره د دې ولايت پر امنيتي، اقتصادي، روغتيايي او نورو برخو کې په شويو پرمختګونو خبرې وکړې.

 هغه وويل چې له مرکز لښکرګاه سره د هلمند ولايت د ټولو ولسواليو لارې خلاصې دي او همداراز خلک روغتيايي اسانتياوو لاسرسى لري.

 د ده په خبره، هلمند چې پخوا د کوکنارو په کښت کې يې نوم درلود، اوس په کې د کوکنارو د کښت کچه صفر ته ټيټه شوې ده.

 خو والي په دې ولايت کې د بست تصدۍ د بيارغونې غوښتنه وکړه او ويې ويل، دا کار زرګونه بې روزګارو ځوانانو ته د کار زمينه برابروي.

 

Related Topics