کابل ( پژواک ٢٩ کب ٩١ ) : له دولت سره د راجستر شوي حزب اسلامي ډله وايي، چې د حکومت د سياسي اپوزيسيون د ګوندونو د همکارۍ شورا له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو اترو پرېکړه نه ده کړې.
دغه خرګندونې د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ د حزب اسلامي د ګوند د اجرائيه شورا غړي انجنير محمد خان د کب په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
هغه زياته کړه، چې ځينو رسنيو خبر ورکړى و، چې د ګوندونو د همکارۍ شورا او سياسي ايتلافونو (دحکومت اپوزيسيون) له وسلوالو طالبانو او حزب اسلامي سره د سولې په اړه خبرې پيل کړې دي.
د سرچينې په خبره، په دې خبرو کې د نورو افغان سياسي څېرو ترڅنګ ډاکټر عبدالله عبدالله او علي احمد جلالي هم برخه لري.
خو انجنير محمد خان وايي، چې د ګوندونو د همکارۍ شورا ددولت له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو اترو پيلولو کومه پرېکړه نه ده کړې او که چا دا کار کړى وي، نو دا به يې په شخصي توګه يا د خپل ګوند په استازيتوب کړى وي.
نوموړي زياته کړه، چې ګوند يې له ټولو وسلوالو مخالفينو سره د سولې د خبرو اترو ملاتړ کوي او دا د هېواد په خير بولي .
هغه زياته کړه : (( دا چې د سياسي ګوندونو لخوا دا کار پيل شوى ، موږ له دې جريان څخه نه يو خبر او نه هم شورا دا پرېکړه کړې ده.))
د سياسي ايتلافونو او ګوندونو د همکارۍ شورا، چې خپل فعاليت يې د روان کال په تلې مياشت کې پيل کړ ، د هېواد ٢٠ ګوندونه (د حکومت اپوزيسون) يې غړيتوب لري، چې تر ټولو مهم يې ملي ايتلاف، ملي جبهه، ملي جنبش، حزب اسلامي ، جمعيت اسلامي، محاذ ملي ،د افغانستان خلکو اسلامي وحدت ګوند، د حق او عدالت ګوند، اسلامي وحدت ګوند او افغان ملت ګوندونه شامل دي.










