هرات ښار (پژواک ١٥ ورى ٩٢): د پخواني شوروي اتحاد سرتېرى حکيموف، چې دا مهال په هرات کې اوسېږي، خپل هېواد ته له ستنېدو ډډه کوي او وايي، چې غواړي په افغانستان کې د ژوند تر پايه واوسېږي.
حکيموف، چې اوس په شيخ عبدالله مشهور دى، د هرات د شينډنډ ولسوالۍ په زېرکو سيمه کې اوسېږي.
٥٥ کلن شيخ عبدالله د ازبکستان د سمرقند اوسېدونکى دى چې په کال ۱۳۶۲ هـ ل کال کې د شوروي اتحاد له لوري افغانستان ته د جګړې لپاره استول شوى و او په هرات کې يې دنده ترسره کوله.
په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ورکو سرتېرو د څېړنې د روسي کمېټې مرستيال الکساندر لورنتيف نن په هرات کې له شيخ عبدالله يا پخواني حکيموف سره په ګډه خبري ناسته کې وويل، چې په افغانستان کې ټول ټال ٢٦٣ سرتېري ورک شوي دي.
لورنتيف زياته کړه، تر دې مهاله د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې ۳۱ ورک شوي د پخواني شوروي اتحاد سرتېري يې موندلي دي.
ده وويل، چې ډېرى سرتېري په پنجشېر، تخار، بدخشان او نورو شمالي او سوېلي ولايتونو کې مېشت دي.
پر حکيموف (شيخ عبدالله) سربېره دوه نور پخواني سرتېري په لوېديځه حوزه کې اوسېږي، چې د الکساندر په وينا، د نورجو په نوم سرتېرى په غور او عزيز نومى د نيمروز په مرکز زرنج کې اوسېږي.
الکساندر په نننۍ خبري غونډه کې له حکيموف سره د هغه وروڼو ټيلېفوني اړيکه ټينګه کړه.
د حکيموف وروڼو نوموړي ته بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو بلنه ورکړه او همداراز يې وروڼو هغه ته د مور د مړينې خبره هم وکړه چې تېره اونۍ يې خاورو ته سپارلې ده.
حکيموف د خپلې مور پر مړينې خواشينى شو او له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې يې وويل، د وروڼو دا بلنه يې، چې بېرته خپل هېواد ته ستون شم، ونه منله.
ده زياته کړه: “زما ژوند افغانانو ژغورلی دى، ټول عمر به د دغه ملت خدمت کوونکى يم، نه غواړم داسې هېواد ته ستون شم چې ما ته يې دوکه راکړه او افغانستان ته يې د نامشروع جګړې لپاره راواستولم. غواړم دلته ژوند وکړم، همدلته مړ شم او په همدې پاکه خاوره کې دفن شم.”
شيخ عبدالله (حکيموف) چې د شوروي اتحاد پر مهال د خپلې افسرۍ تصوير يې په سينه پورې نيولى وو، په لړزانده غږ خپلې تېرې خاطرې يادې کړې او ويې ويل، چې هغه مهال يې د هرات په کندهار دروازه کې د ۳۷۱ غونډ په استخباراتي برخه کې دنده لرله.
دى وايي، چې تر عسکرۍ دوه کاله وروسته د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې په بريد کې په سر ټپي شو او د مجاهدينو له خوا اسير شو.
شيخ عبدالله وويل: “هغه څه چې ما د افغانانو او مجاهدينو په اړه اوريدلي، د ژوندي پاتې کېدو تمه مې نه وه. خو د شينډنډ خلکو او مجاهدينو د خپلې کورنۍ د غړي په څېر زما درملنه وکړه، لکه زوى داسې يې خپل کور کې وساتلم، د خولې مړۍ راسره شريکه کړه.”
حکيموف، چې مورنۍ ژبه يې هېره کړې وايي، اوسمهال د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې له يوې روحاني کورنۍ سره ژوند کوي، خلک يې درناوى کوي او په خلکو کې د حکيم او شيخ په نوم مشهور دى.
شيخ عبدالله وايي، په شينډند کې يې ښځه وکړه، خو څلور کاله وړاندې د ولادت پر مهال مړه شوه.
دى وايي، چې د سيمې خلکو ورسره ژمنه کړې، چې په لنډ وخت کې به ورته بله ښځه نکاح کړي.
حکيموف وايي، د طالبانو د نفوذ سيمې ته نږدې ژوند کوي، خو ځان ته د کوم خطر احساس نه کوي.
هغه وويل، د افغانستان په سياسي مسايلو کې ځان نه ګډوي خو که افغان حکومت ترې وغواړي، د استخباراتو په څانګه کې خدمت ته چمتو دى.










