لښکرګاه (پژواک ٢ غويى ٩٢): د هلمند والي محمدنعيم وايي، چې ډېر ژر به د هندوستان او ډنمارک هېوادونه په بېلابېلو برخو کې له هلمند سره مرسته وکړي.
نوموړي دغه خبره يادو هېوادونو ته له سفر څخه وروسته نن (د غويي ٢ مه) په هلمند کې د يوې خبري ناستې پر مهال وکړه.
د هلمند والي په خبري ناسته کې وويل، چې د مرستو راجلبولو تر څنګ يې د ښې حکومتوالۍ او امنيت په برخو کې له ډنمارک هېواد څخه ښي تجربې هم راوړې دي، چې په عملي کولو سره به يې په سيمه کې حالت مثبت لوري ته ولاړ شي.
نوموړي زياته کړه، لومړى سفر يې د ډنمارک هېواد ته و، چې له بېلابېلو وزيرانو او چارواکو سره يې تر ليدنې وروسته په اړوندو برخو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
د ده په خبره، د ډنمارک هېواد له افغانستان سره د سل ميليونه ډالرو د ورکړې پلان لري، چې يوه پراخه برخه به يې په هلمند کې په پرمختيايي پروژو او د سرتېرو په روزلو ولګول شي.
والي وايي، چې د ډنمارک هېواد له خوا به هلمند ته په مرسته کېدونکو پيسو د نورو پررژو او د سرتېرو د روزلو سربېره ډېرې پيسې د پوهنې په چارو ولګول شي، چې د ښوونځيو د ودانيو جوړېدل يې په لومړيتوب کې دي.
د هغه په وينا، د ډنمارک له لوړ پوړو چارواکو يې په هلمند کې د سرتېرو د روزلو تر څنګ د تجهيزاتو د ورکړې غوښتنه هم وکړه، چې د هغوى له خوا ورسره ومنل شوه.
نوموړي وويل، چې دغه راز يې له هندوستان څخه هم د مرستو ژمنه ترلاسه کړې، چې په دغه ولايت کې به د مالوچو د فابريکې بيا جوړول او د کرنې په برخه کې د پروژو پلي کول به په کې شامل وي.
د والي په خبره، د دواړو هېوادنو سفيرانو په کابل کې ورته د بېلابېلو مرستو د ورکړې هرکلى کړى دى.
د يادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د ډنمارک هېواد له خوا د هلمند ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ښوونځيو لپاره ګڼ شمېر ودانۍ جوړې شوې دي.










