واشنګټن ( پژواک ۱۰ غبرګولی ۹۲) : د امریکا ولسمشر بارک اوباما اعلان کړ، چې راتلونکی کال به د افغانستان په اړه د ناټو سرمشریزه غونډه جوړیږي.
بارک اوباما دغه څرګندونې په واشنګټن کې د ناټو سازمان عمومي سرمنشي انډرس فوغ راسموسن سره تر لیدنې وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.
هغه د افغانستان د ملي ځواکونو پر پرمختګونو او لاسته راوړنو ډاډ څرګند کړ او ویې ویل چې دوی د ټول هیواد امنیت ترلاسه کولو لپاره چمتو شوي دي.
اوباما ویلي : (( موږ راتلونکو څو اوونیو ته سترګې په لار یو، موږ به هغه هدف ترلاسه کړو، چې د شیکاګو په کانفرانس کې مو ټاکلی و او هغه د افغان ځواکونو لخوا دټول هیواد د امنیتي چارو ترلاسه کول او د عملیاتو مشري په غاړه اخیستل دي.))
دامریکا ولسمشر وویل چې تر دې وروسته به ایساف او ناټو ځواکونه له جګړییز ماموریت څخه روزنې، مشورې او همکارۍ ماموریت ته واوړي.
هغه زیاته کړه چې د ناټو له سرمنشي راسموسن سره یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ترسره کیدونکو اقداماتو په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې.
د نوموړي په وینا، په دې اقداماتو کې داهم شامل دي، چې افغان ملي ځواکونه داسې پیاوړي شي چې دغه هیواد بیا د ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.
بارک اوباما ددې خبري غونډې بر مهال اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۴ کال پر مهال به د ناټو د غړو هیوادونو سرمشریزه غونډه جوړه شي چې پکې له افغانستان څخه د ځواکونو دوتلو او تر ۲۰۱۴ کال وروسته پر حالاتو بحث کیږي.
هغه زیاته کړه چې د هیواد او کره نیتې پریکړه به راسموسن کوي.
د ناټو سرمنشي راسموسن په دې خبري غونډه کې وویل چې دوی په افغانستان کې خپلو موخو ته نزدې شوي دي.
نوموړي زیاته کړه : (( ډیر ژر به موږ هغه هدف ته ورسیږو چې ورته مو انتظار کاوه او هغه افغان ځواکونو ته د ټول افغانستان امنیت او د عملیاتو مشري سپارل دي. ))