منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۰ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

“د افغانانو په مخ کې مهمه ننګونه ولسمشريزې ټاکنې دي”

· ۶ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

کابل (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٢): په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي وياند ډامنيک ميډلي وايي، چې د افغانانو په مخکې مهمه ننګونه راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې دي او دا د دوى لپاره د خپل مشر په ټاکلو کې يو تاريخي چانس دى.

ميډلي دغه څرګندونې د خپلې دندې په وروستيو ورځو کې له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

ميډلي له تېرو درېيو کلونو راهيسې په افغانستان کې د ناټو سازمان د ملکي استازي د وياند په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړي له تېرو ١١ کلونو راهيسې په افغانستان کې له بېلابېلو رسنيزو ادارو سره کار کړى، يو شمېر رسنۍ يې رامنځته کړې، د ځينو کار کوونکو ته يې روزنه ورکړې او ډېرې نورې يې پر پښو درولې دي.

ميډلي په دې مرکه کې په تېرو يوولسو کلونو کې د افغانستان او نړيوالې ټولنې د لاسته راوړنو، د ناټو د نوي ماموريت، د نړيوالې ټولنې د فعاليتونو، سولې او امنيت په اړه خبرې کړې چې په لاندې ډول وړاندې کېږي:

پوښتنه: په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو او نړيوالې ټولنې ته ستاسو وړانديزونه او سپارښتنې څه دي؟

ځواب: له دوى څخه زما غوښتنه ده، چې له افغانستان سره ژمن و اوسي او دغه هېواد يواځې پرې نه ږدي، له افغانانو سره په ګډه کار وکړي، څو دوى د يوه ښه راتلونکي خاوندان شي، خو افغانان بايد خپل راتلونکى بايد په خپله وټاکي، په دې برخه کې نړيواله ټولنه بايد له دوى سره مرسته وکړي، نړيواله ټولنه په لويو نړيوالو کنفرانسونو کې له افغانستان سره ژمنې کړې دي او اوس اړتيا ده چې په تېرو يوولسو کلونو کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې خوندي کړل شي.

پوښتنه: ستاسو په نظر ناټو په افغانستان کې خپله دنده پاى ته رسولې او که اوس هم مسووليتونه لري؟

ځواب: له نېکه مرغه ناټو ژمنه کړې چې په افغانستان کې د روزنې، مشورې او همکارۍ نوى ماموريت پيلوي، د نوي ماموريت له نوم (پرېکنده او مصممه همکاري) څخه معلومېږي چې نړيواله ټولنه له افغانستان سره نه شلېدونکې همکارۍ ته ادامه ورکوي.

دغه ماموريت به جګړه ييز نه وي لکه چې مخکې مې وويل، دغه يو روزنيز ماموريت دى، د ايساف اوسنى ماموريت د ٢٠١٤ کال تر پايه پاى ته رسېږي او تر هغې وروسته نوى ماموريت پيليږي.

افغان ملي ځواکونه اوس پياوړي شوي، هغوى به ډېر ژر د ټول افغانستان د امنيت او د عملياتو مشري پر غاړه واخلي.

د ايساف غړي هېوادونه اوس ډاډه دي چې له دې وروسته افغانستان د ترهګرو پر ځاله نه شي بدليدى او نه هم له دې خاورې د دغو هېوادونو ولس تر ګواښ لاندې راتلى شي.

خو ځيني کارونه اوس هم پاتې دي چې بايد ترسره شي، ناټو او نړيواله ټولنه به په راتلونکي کې هم د دغو کارونو د ترسره کولو لپاره خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي.

پوښتنه: په تېره لسيزه کې شوو پرمختګونو ته په کوم نظر ګورئ؟

ځواب: لس کاله مخکې هر څه خراب وو، اوس د هر سړي په لاس کې دوه درې موبايلونه دي، په هر کور کې تلويزيون دى، خلک پر خپلو ورځنيو کارونو بوخت دي، تر ټولو مهمه دا ده، چې هر لوري ته ګورې تنکي ځوانان او په ځانګړې توګه نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته روانې وي، دغه نجونې او هلکان زده کړې ته تږي دي، خپلو ښوونکو ته درناوى لري، دا ټول د افغانستان د ښې راتلونکې نښې دي، ښځې په هره برخه کې پياوړې شوې، هغو ته خپل حقوق ورکړل شوي، او نور حقوق هم بايد ورکړل شي؛ ځکه چې دوى د نفوس ٥٠ سلنه تشکيلوي، د تېرې لسيزې لاسته راوړنې نه هېرېدونکې او تاريخي دي، دا هغه شيان چې موږ د افغانستان ښې راتلونکي ته خوشبينه کوي.

پوښتنه: ستاسو په نظر افغانان به څنګه وکولاى شي سولې ته ورسېږي؟

ځواب: ټول افغانان سولې ته هيله من دي، له کوم شک څخه پرته د پخلاينې پروسه پيل شوې، د سولې او پخلاينې اړتياوې او شرطونه د ولسمشر حامد کرزي له خوا څرګند شوي او نړيوالې ټولنې يې ملاتړ کړى دى، تر ټولو مهمه ده، چې د افغانستان اساسي قانون ته درناوى وشي، په ځانګړې توګه د بشري حقوقو او د ښځو حقوقو ته درناوى وشي چې د تېرې لسيزې له مهمو لاسته راوړنو څخه دي. يواځې افغانان کولى شي په خپله خپل امنيت ټينګ کړي او سوله رامنځته کړي، نړيواله ټولنه يواځې په دې برخه کې همکاري کولى شي او بس.

پوښتنه: ستاسو په نظر افغانان له کومو مهمو ننګونو سره مخ دي؟

ځواب: مهمه ننګونه راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې دي، دا د افغانانو لپاره يو تاريخي چانس دى چې خپل مشر د رڼو ټاکنو له لارې وټاکي. په تېرو لسو کلونو کې دغه لومړى ځل دى چې افغانانو په سوله ييزه فضا کې د سياسي لېږد پروسه ترسره کوي، ناټو باوري ده چې افغان امنيتي ځواکونه د راتلونکو ټولټاکنو امنيت په خپله ساتلى شي، خو ايساف به ورسره همکار وي.

اوس بايد هر افغان د خپل هېواد په سياسي پروسه کې ونډه واخلي، د رايو کارتونه واخلي او د ټاکنو په ورځ د رايو مرکزونو ته ولاړ شي او خپله رايه وکاروي. ډېرى افغانان په دغه نظر دي چې د واک د لېږد لپاره د ټاکنو بل بديل نشته، ځکه نو بايد ټول په دې پروسه کې برخه واخلي، که څه هم نړيواله ټولنه به دا ټاکنې څاري او ګوري خو ښه به دا وي چې افغانان بايد په خپله له دغو ټاکنو څارنه وکړي.

پوښتنه: تاسو په افغانستان کې ١١ کلونه پاتې شوي ياست، افغانان، ټولنه او کلتور يې څه ډول ارزوئ؟

ځواب: په کابل جان کې مې د يوه افغان په توګه ژوند کړى دى، د دغه ښار ګڼه ګوڼه مې ليدلې، په ٢٠٠٢ زېږديز کال کې چې کابل ته راغلى وم، نو د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوم، د کابل ښار په بېلابېلو کوڅو او ناحيو کې وګرځېدم، مارکېټونو او مغازو ته ولاړم، د خپل کور او دفتر لپاره مې ډېر شيان واخيستل. د افغانانو خواړه ډېر خوندور او مزه دار دي، د دوى مېلمه پالنه به مې هېره نه شي، موسيقي مې ډېره خوښه شوه او په ځانګړې توګه د فرهاد دريا سندرې خو ډېرې خوندرې دي، زه د افغانستان له تاريخ سره مينه لرم، د کابل موزيم د دغه هېواد د تاريخ څرګندوى دى.

پوښتنه: د افغانستان د رسنيو په اړه څه نظر لرئ؟

ځواب: د افغانستان رسنۍ د نړيوالو لپاره د افغانستان په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو ښه وسيله ده، له ٢٠٠٢ زېږديز کال راهيسې يې حيرانوونکي پرمختګونه کړي، ژورنالېستان او خبريالان له ګواښونو او خطرونو سره سره په ډېر جرئت سره خپل راپورونه چمتو کوي، په تلويزيونو کې په ژوندۍ بڼه خپريږي، خو بايد په دې برخه کې نور ډېر کار هم وشي، په رسنيزه برخه کې نورې روزنې او پرمختګونو ته اړتيا ده، کتونکي، اوريدونکي او لوستونکي نوو او تازه خبرونو، ښوونيزو او تفريحي معلوماتو ته اړتيا لري او افغان رسنيو تر ډېره هڅه کړې چې دغه معلومات خپلو مينه والو ته وړاندې کړي.

پوښتنه: افغان دولت او خلکو ته څه پيغام لرئ؟

ځواب: په دې برخه کې زما پيغام دا دى چې افغانستان به يو ځل بيا تورو تيارو ته ولاړ نه شي، ما د خپلو افغاني ملګرو او دلته مې له خپلې يوولس کلنې تجربې څخه دا ترلاسه کړي چې افغانان د خپل راتلونکي لپاره هيله من دي او نه غواړي چې هېواد يې بيا پر شا ولاړ شي.

موږ ټول له افغانانو سره يو ځاى بايد د يوې ښې راتلونکې لپاره کار وکړو او له اوسنيو امکاناتو څخه ګټه پورته کړو او دا هېواد د پرمختګ پر لور روان کړو.