کابل(پژواک٣٠غبرګولى٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي ، د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو لپاره د کانديدانو نوم ليکنه د وږي مياشتې په ٢٥مه پيليږي .
دا څرګندونې د ياد شوي کمېسيون د دارلانشا مشر ضياالحق امرخېل نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال ، چې د مدني ټولنو له لوري جوړه شوې وه وکړې.
ټاکل شوې ، چې د ولسمشر ۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ترسره شي.
امرخېل د يوي پوښتنې په ځواب کې وويل : ((ځينې کسان په خصوصي مجلسونو اويا نورو ځايونو کې د ځان د کانديدۍ په اړه خبرې کوي، خو موږ سره کانديدان نه دي او په دې برخه کې کمېسيون ورسره کومه ستونزه نه لري.))
ده دا هم وويل ، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره تر اوسه ٥٣ زره کسانو نوم ليکنه کړې ، چې ٢٥سلنه يې ښځې دي.
د نوم ليکنې لومړى پړاو د ولايتونو په مرکزونو کې د غبرګولي په پنځمه پيل شوى او په پام کې ده ، چې دويم پړاو يې د ولايتونو د مرکزونو تر څنګ په ټولو ولسواليو کې د زمري په مياشت کې پيل شي .
امرخېل وويل ، چې امنيتي ارګانونو د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته ويلي، چې له پنځو ولسواليو پرته نور په ټول هېواد کې د ټاکنو د نوم ليکنې لپاره امنيت ټينګولاى شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، له يادو پنځو ولسواليو څخه يوه په غزني ، يوه په زابل ، يوه په نورستان او دوه په هملند کې دي .
امرخېل له خلکو ، سياسي ګوندونو او مدني ټولنو څخه غوښتنه وکړه ، چې د ټاکنو په ترسره کېدو کې د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره مرسته وکړي .
په ياده غونډه کې مدني ټولنې د يوي اعلاميې په خپرولو سره له ملي شورا او ولسمشر څخه غوښتنه وکړه ، چې د ټاکنو او د ټاکنيزو کمېسيونونو د واک ، جوړښټ او دندو قانون طرحې تصويب او توشيح ته چټکتيا ورکړي .
ولسي جرګې شاوخوا ١٥ ورځې وړاندې د ټاکنو قانون او په تېره اونۍ کې د ټاکنيزو کمېسيونونو د واکونو ، جوړښټ او دندو قانون طرحې تصويب کړي او د تاييد لپاره يې مشرانو جرګې ته واستولې.
په ياده غونډه کې د مشرانو جرګې د تقنين کمېسيون مشر مولوي محي الدين منصف وويل ، چې په دې کمېسيون کې پر يادو دواړو طرحو بحث وروستى شوى دى .
هغه وويل، دغه کمېسيون په پام کې لري ، چې د راتلونکې يکشنبې په ورځ د ټاکنو قانون مسوده او د سې شنبې په ورځ د ټاکنيزو کمېسيونونو د واک ، جوړښټ او دندو قانون طرحه د تصويب په موخه عمومي غونډې ته وړاندې کړي .
د مدني ټولنې استازو ټينګار کاوه ، چې د ټاکنو په قانون کې د پخوا په څېر په ولايتي شوراګانو کې ښځو ته ٢٥ سلنه ونډه په پام کې ونيول شي .
ولسي جرګې د دې قانون په طرحه کې د ښځو د ونډې ماده حذف کړې ده .
ولسي جرګه وايي، هر څومره ښځې چې وغواړي کولاى شي ، ځانونه کانديد او د خلکو د رايو له مخې، شورا ته لار ومومي .










