کابل (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩٢): له اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر عزيزالله لودين وايي، که بهر مېشتي افغانان ورسره مالي مرستې وکړي، نو ولسمشريزو ټاکنو ته به ځان نوماند کړي.
لودين نن پژواک خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د ملي شورا يو شمېر غړو، د پوهنتون ځينو استادانو او عامو خلکو ترې غوښتي، چې د راتلونکي کال د وري مياشتې ولسمشريزو ټاکنو ته ځان کانديد کړي.
هغه زياته کړه: ((دوى راته وويل، چې کلونه دې افغانستان ته خدمت کړى، اوس ميدان نورو ته مه پرېږده.))
خو لودين وايي، دى هغه مهال کولاى شي ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړي، چې په بهر کې مېشت افغانان ورسره په اقتصادي برخه کې مرستې وکړي.
د ده په وينا، يو کورنى خصوصي ټلويزيوني چينل په پام کې لري د يادو مرستو د راجلبولو لپاره يو کمپاين پر لاره واچوي.
د لودين په وينا، تر اوسه شاوخوا سلو بهر مېشتو افغانانو د ټيلېفوني پيغامونو له لارې ورسره د مرستې ژمنه کړې ده.
دى وايي، که مرستې ورسره ونه شي نو نه شي کولاى، له هغو کانديدانو سره سيالي وکړي، چې په ټاکنيزو کمپاينونو کې ميليونونه ډالر لګوي.
هغه خپل اوسني اقتصادي وضعيت ته په اشارې وويل: ((زه تاسو ته په خداى قسم خورم که معاش راباندې بند شي نو زه د دې امکانات نه لرم، چې په کابل کې د کور کرايه ورکړم، مجبور يم هرات ته ولاړم شم او هلته په پلرني کور کې ژوند وکړم.))
لودين وايي، د احتمالي کانديدانو په پرتله دى ښه کولاى شي، چې د افغانستان کورنۍ او بهرنۍ ستونزې هوارې کړي.
د احتمالي کانديدانو په ډله کې د ولسمشر حامد کرزي ورور قيوم کرزى، د سوداګرۍ وزير انوارلحق احدي، په اسلام اباد کې د افغانستان سفير عمرداودزى، په کابل کې د امريکا سفير زلمى خليل زاد، د کورنيو چارو پخواني وزيران علي احمد جلالي او حنيف اتمر، د لېږد د پروسې مشر ډاکتر اشرف غني احمدزى، د ملي اېتلاف مشر ډاکترعبدالله عبدالله، د ملي جبهې مشر احمدضيا مسعود او ځيني نورکسان شامل دي.
لودين وايي: ((تاسو يو ځل لاړ شئ له دې کانديدانو پوښتنه وکړئ، چې په افغانستان کې د جګړو پر مهال تاسو چېرته وئ؟ په دې څو کلونو کې، چې دوى راغلي يواځې ډبل معاشونه يې اخيستي، نور يې هېڅ نه دي کړي.))
هغه زياتوي، چې دى د کورنيو جګړو پر مهال په هېواد کې و او له ټولو احتمالي کانديدانو څخه د افغانستان د ستونزو د حل په برخه کې ښې تجربې لري او د زده کړو کچه يې هم لوړه ده.
دى وايي، که چېرې په راتلونکي کې د افغانستان ولسمشر شو، نو په هره بيه چې وي، د افغانستان د ستونزو د حل لپاره به له ګاونډيو او نورو هېوادنو سره ښې اړيکې ټينګوي.
لودين زياته کړه: ((افغانستان يو بېچاره هېواد دى، د پرمختيايي پروژو د ترسره کولو لپاره، بهرنيو مرستو او ښه ګاونډيتوب ته اړتيا لري، نو بايد موږ له هغوى سره ښې اړيکې ولرو.))
هغه دا هم وويل، چې که چېرې ولسمشر شو نو د افغان دولت د وسله والو مخالفينو او ټولو هغو کسانو پر وړاندې به پوځي اقدامات وکړي، چې قانون ته غاړه نه ږدي.
دى وايي: “افغانستان ته په زاريو سوله نه راځي، که راتلى نو په دې تېرو څو کلونو کې به دې حکومت هېواد ته سوله راوستې واى.”
عزيزالله لودين په هرات کې زېږدلى، تر ١٢ ټولګي زده کړې يې هم په هرات کې کړې دي، د ليسانس په کچه سند يې د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي ترلاسه کړى او د اقتصاد په برخه کې دوکتورا يې د المان له کولون پوهنتون څخه اخيستې ده.
دغه راز د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي د مرستيال، د حرکت اسلامي ګوند د سياسي چارو مشر او د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته د رامنځته شوي موقت او بيا انتقالي حکومت د سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي.
لودين، چې د افغانستان لپاره د بن کنفرانس له ګډونوالو څخه و، له ١٣٨٢کال څخه تر ١٣٨٣ له ادراي فساد سره د مبارزې ادارې د مشر او له هغه وروسته تر ١٣٨٧ کال پورې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مشر په توګه کار کړى دى.
نوموړى په ١٣٨٧کال کې يو ځل بيا له اداري فساد سره د مبارزې ادارې د مشر په توګه وټاکل شو او تر اوسه پر همدغه پوست پاتې دى.










