کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې امنيتي ارګانونو تر دې دمه د رايې ورکولو د ٢٥٩ مرکزونو د امنيت د ټينګښت ډاډ نه دى ورکړى.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء مشر ضياءالحق امرخېل، نن پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې امنيتي چارواکو له پنځه مياشتنۍ ارزيابۍ وروسته ورته په ډاګه کړې، چې د ٦٨٤٥ مرکزونو له جملې څخه ٢٥٩ مرکزونه تر لوړ ګواښ لاندې او مخالفين په کې واکمن دي.
د ده په وينا، ياد مرکزونه په کونړ، نورستان،کاپيسا، ميدان وردګو، پروان، سرپل، زابل، بدخشان، هلمند، غزني، هرات او فراه ولايتونو کې موقعيت لري.
د هغه په وينا: “دا ډول مرکزونه د ٢٠٠٩ او ٢٠١٠ ټاکنو په پرتله کم دي، ځکه په هغه وخت کې له ٥٠٠ زيات مرکزونه تر ګواښ لاندې وو.”
خو ده غوښتنه وکړه، چې امنيتي ارګانونه دې د يادو تر ګواښ لاندې مرکزونو د شمېر په راکمولو کې کوښښ وکړي او امنيت دې يې ټينګ کړي.
د ټاکنو کمېسيون دغه چارواکى وايي، امنيتي ارګانونه بايد په ليکلې بڼه د دې مرکزونو د امنيت ډاډ دوى او هېوادوالو ته ورکړي او د سرتاسري ټاکنو لپاره دې تدابير ونيسي.
د ده په خبره، امنيتي ارګانونه بايد خپلو څېړنو ته دوام ورکړي او د هرې مياشتې په پاى کې يې پايلې له دوى سره شريکې کړي او وښيي، چې دغه شمېر لوړ شوى او که کم شوى دى.
امرخېل وايي : “د ټاکنو يو مهم اصل سرتاسريتوب دى، نو که دا غواړو، بايد د ناامنۍ په نوم څوک محروم نه شي، امنيت بايد تامين شي، ان د کابل ځينې ولسوالۍ امنيت نه لري؛ که د ټول کال لپاره امنيت نه شي ټينګولى، نو حد اقل د يوې دوو اونيو لپاره دې امنيت ټينګ کړي.”
دى په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د کورنيو چارو وزارت پرون وويل، چې د ټاکنو د امنيت تدابيري پلان يې د ټاکنو کمېسيون ته سپارلى او د ٦٨٤٥ مرکزونو د امنيت ډاډ يې هغوى ته ورکړى دى.
کورنيو چارو وزارت ويلي، چې يواځې د هلمند، غزني او نورستان پنځه ولسوالۍ له امنيتي ګواښونو سره مخ دي.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.










