منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۶ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

“له تېرو تجربو په ګټې اخيستو به ټاکنې ښې ترسره شي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۷ کتنې

کابل (پژواک ١٦ زمرى ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون نوى مرستيال وايي، د ټاکنو کمېسيون نوي ډلې ته په کتو او د پخوانيو ټاکنو له ستونزو په تجربې سره به د تېر په پرتله راتلونکې ټاکنې ښې وي.

ولسمشر حامد کرزي تېره اونۍ د غوراوي کمېټې له خوا ورپېژندل شوو ٢٧ تنو څخه نهه تنه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د غړو په توګه وټاکل.

وروسته يادو کسانو په خپل منځ کې ټاکنې وکړې او د ټاکنو په پايله کې احمد يوسف نورستانى د کمېسيون د مشر، عبدالرحمن هوتکي د مرستيال او ګلالۍ اڅکزۍ يې د منشي په توګه وټاکل شول.

هوتکي نن پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د کمېسيون د هڅو تر څنګ اړينه ده چې امنيتي ارګانونه امنيت ټينګ کړي او خلک او سياسي ګوندونه په ټاکنو کې ونډه واخلي.

ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣کال په وري مياشت کې ترسره شي.

دى وايي، چې د مدني ټولنو او سياسي ګوندونو له خوا له دې پروسې څارنه هم د رڼو ټاکنو لپاره اړينه ده.

هوتکي زياته کړه: ((که دغه همکارۍ د ټاکنو له کمېسيون سره وجود ونه لري، نو له کمېسيون څخه بايد د معجزې تمه ونه شي.))

دى وايي، که څه هم چې کمېسيون د ټاکنو لپاره پوره تخنيکي او مالي چمتوالى لري، خو د خلکو، حکومت، سياسي ګوندونواو مدني ټولنو له همکارۍ پرته نه شي کولاى چې رڼې، عادلانه او سراسري ټاکنې ترسره کړي.

هوتکي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د ټاکنو کمېسيون د اوسني او پخواني رهبري پلاوي تر منځ څه توپير ګوري؟ وويل: ((زه نه غواړم په پخواني ټيم بحث وکړم، خو اوسنى کوم ترکيب چې دى، ټول هغه کسان دي، چې پخوا يا په کمېسيون کې و، د کمېسيون سلاکاران و او يا يې هم د ټاکنو په پروسه کې فعاله ونډه درلوده نو دې ټيم ته په کتو سره او د پخوانيو انتخاباتو له ستونزو څخه په تجربې سره زه فکر کوم راتلونکې ټاکنې به ښه وي.))

احمد يوسف نورستانى، عبدالرحمان هوتکي، ګلالۍ اڅګزۍ، شريفه زرمتۍ وردګ، سرير احمد برمک، ليلا احراري، قاضي سليمان حامد، محمد عزيز بختياري او محمد حسين ګرزيواني د ټاکنو کمېسيون نوي غړي دي.

هوتکي دا هم وويل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون پر يو ميکانيزم کار کوي تر څو يو کس ونه شي کولاى څو کارتونه ترلاسه کړي او يا يې هم د ټاکنو په ورځ له نښه شوې ګوتې څخه رنګ پاک شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د رايې ورکولو لپاره نوم ليکنه د غبرګولي په پنځمه پيل شوې او په تېرو ټاکنو کې له ګوتې څخه د رنګ د پاکېدو ستونزه هم موجوده وه.

هوتکي په ټينګار سره وايي، چې په هر ډول وي بايد ټاکنې ترسره شي تر څو په راتلونکې کې په هېواد کې مشروع نظام شتون ولري.

هغه زياته کړه: ((موږ بايد د ټاکلو او رايې ورکولو اصل مروج کړو ولو که د خلکو د ونډې کچه ټيټه هم و اوسي ځکه يواځې او يواځې د ټاکنو له لارې کېداى شي راتلونکى نظام مشروعيت پيدا کړي.))

د ده په خبره، کمېسيون هڅه کوي، چې په ټول هېواد کې ټاکنې ترسره کړي، خو که کومې ولسوالۍ نا امنه وي، خلک يې کولاى شي د رايې ورکولو تر ټولو نږدې مرکز ته مراجعه وکړي او خپله رايه استعمال کړي.

دا په داسې حال کې ده، د ياد کمېسيون د څرګندونو له مخې، امنيتي ارګانونو ويلي، چې د هېواد په کچه له څه باندې ٧٠٠٠ د رايې ورکولو له مرکزونو څخه د شاوخوا ٢٦٠ مرکزونو امنيت نه شي ټينګولاى.

هوتکي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې يې د کمېسيون د غړيتوب لپاره ځان کانديد کړ؟ وويل: ((١٣کاله کېږې چې په مدني ټولنو کې دندې ترسره کوم او په دې موده کې مو په ټاکنو کې فعاله ونډه اخيستې نو ځکه مې خپله سي وي (لنډې سوانح ) د غوراوي کمېټې ته ورکړې او کولاى هم شم، چې دغه دنده تر خپلې وسې پورې په ښه ډول او ايماندارۍ سره ترسره کړم.))