کابل (پژواک ١٧ وږى ٩٢): په کابل کې د نړۍ د ٢٠ هېوادونو د مخابراتو د وزيرانو په ګډون د افغانستان د مخابراتي سکتور د ودې او پراختيا نړيوال کنفرانس جوړېږي.
د مخابراتو وزارت اعلان کړى، چې دغه کنفرانس به د روان زېږديز کال د سپټمبر له ٢٤ تر ٢٦مې د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزارت په نوښت جوړ شي.
د ياد وزارت وياند نصرت رحيمي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په دغه کنفرانس کې به له ٢٠ ډېر هېوادونه، چې له افغانستان سره ښې اړيکې لري، ګډون وکړي.
هغه زياته کړه، چې په دغه کنفرانس کې به د مخابراتي سکتور په برخه کې شپږ عمده موضوعات، چې لازم تصميمونه او هوکړې به هم په کې وشي، تر بحث لاندې ونيول شي.
سرچينې وويل، چې په دغه کنفرانس کې به د سيمه ييزو همکاريو په رامنځته کولو، د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ د نړۍ په پرمختګ، د کمپيوټري پروګرامونو په پرمختيا، د کمپيوټري او انټرنېټي نړۍ پر خونديتوب او ټولنيزو رسنيو خبرې وشي.
مخابراتو وزارت دغه کنفرانس د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ په تاريخ کې د خپل ډول لومړنى نړيوال کنفرانس وباله، چې د دغه وزارت په نوښت ترسره کېږي.
هغه وويل: ((په تېرو دوولسو کلونو کې د مخابراتو په اړه زموږ لاسته راوړنې په سيمه کې بې ساري دي؛ خو موږ پرې بسنه نه کوو، غواړو چې دغه برخه لا زيات پرمختګ وکړي.))
په دغه کنفرانس کې د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ بنسټونو د چارواکو تر څنګ د مدني ټولنې غړي او د مخابراتو متخصصين هم ګډون کوي.
ياد وزارت وايي، چې د دغه کنفرانس په بله برخه کې يو نندارتون هم پرانيستل کېږي، چې په کې به خصوصي او د مخابراتو سکتور خپلې راسته راوړنې او نوښتونه نندارې ته وړاندې کړي.










