منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۱ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ولسمشر کرزى: چين زموږ هوښيار ګاونډى هېواد دى

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

کابل (پژواک ٧ تله ٩٢): ولسمشر حامد کرزي ويلي، چې چين ته يې سفر بريالى و او دغه هېواد يې (هوښيار او مهم) ګاونډى هېواد بللى دى.

حامد کرزي دغه څرګندونې د چين له دولتي اژانس (سنهوا) سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال، چې نن (د تلې٧مه) خپره شوې، کړې دي.

ولسمشر کرزى تېره اونۍ چين ته په يوه رسمي سفر تللى و او تېره شپه ناوخته بېرته هېواد ته راستون شوى دى.

هغه په ياده مرکه کې په ډاګه کړه، چې د چيني مشرانو په نظرونو کې ګډې ګټې د دواړو هېوادونو تر منځ د پياوړو اړيکو د رامنځته کولو لامل شوې دي.

حامد کرزي زياته کړې: ((زما دغه سفر ثابته کړه، چې د چين او افغانستان اړيکې پياوړې شوې او زموږ د دواړو دوستو هېوادونو ګټې شريکې دي.))

ولسمشر د دغه سفر پر مهال د چين له ولسمشر، لومړي وزير او يو شمېر نورو چارواکو سره د ليدنې تر څنګ د اسيا، اروپا ګډ اقتصادي کنفرانس ته هم وينا وکړه.

له چين سره د افغانستان د اوسنيو دوه اړخيزو اړيکو په اړه ولسمشر کرزي ويلي: ((زه او د افغانستان ولس له دې اړيکو خوشحاله يو او دا اړيکې له تېرو څو کلونو راهيسې ډېرې پياوړې شوې دي.))

تېر کال چين ته د ولسمشر کرزي د سفر پر مهال افغانستان او چين د ستراتيژيکو همکاريو پر سند هم لاسليک وکړ، دغه راز چين يو له هغو هېوادونو څخه دى چې له افغانستان سره يې ډېرې مرستې کړې دي.

د افغانستان د سولې په پروسه کې د چين د رول په اړه ولسمشر کرزي ويلي، چې د چين رول نه يواځې د افغانستان بلکې د ټولې سيمې د ثبات لپاره مهم دى.

ولسمشر کرزي په دې مرکه کې چين د افغانستان (هوښيار او مهم ګاونډى) هېواد ياد کړى او زياته کړې يې ده، چې چين د افغانستان د سولې په پروسه کې خاموش رول ترسره کړى دى.

نوموړي دغه په ټينګار سره ويلي، چې افغانستان د چين باوري ګاونډى او ملاتړى هېواد دى.

په دې مرکه کې ولسمشر کرزي ډاډ ورکړى چې امنيتي ځواکونه به يې د چيني پانګه والو امنيت خوندي کړي.

هغه زياته کړه: ((موږ هم امنيتي ستونزو اندېښمن کړي يو، خو موږ به د چين سوداګر او پانګه والو امنيت خوندي ساتو.))

ولسمشر کرزي چين ته خپل وروستى سفر بريالى بللى او زياته کړې يې ده، چې په ټوله معنى بشپړ او بريالى سفر و.