ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې ته به د مستعفي شوو وکيلانو ځاىناستي ژر ور وپېژندل شي

ولسي جرګې ته به د مستعفي شوو وکيلانو ځاىناستي ژر ور وپېژندل شي

کابل (پژواک ١٧ تله ٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، د ولسي جرګې د هغو ٧ غړو پر ځاى نوي کسان معرفي کوي، چې په ټاکنو کې د ګډون په موخه يې له دندو استعفا کړې دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور نن (د تلې ١٧مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نوي کسان به د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د جګو رايو او د ټاکنو د ميکانيزم پر بنسټ دا پوستونه ډک کړي.

نور زياته کړه، د ولسي جرګې ٧ غړو چې په دې وروستيو کې له خپلو دندو استعفا ورکړې، ډېر ژر به يې پر ځان نور کسان ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي.

خو د ولسي جرګي منشي انجنير سيد اکرام نن پژواک ته وويل، چې تر اوسه دې جرګې ته نوي کسان نه دي ور پېژندل شوي.

د ټاکنو د قانون پر بنسټ په ټاکنو د ګډون يو شرط له دولتي دندې استعفا ورکول دي.

سيد اسحق ګيلاني، سيد حسين انوري، عبدالرب رسول سياف، محمد محقق، شاه عبدالحد افضلي، سيد حسين عالمي بلخي او ابراهيم قاسمي د ولسي جرګې غړي دي، چې له خپلو دندو يې استعفاوې کړې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د نوي تصميم له مخي، قدرت الله سهاک، حاجي مهدوي، زمرک پادخوابي، احسان صاحبزاده، عبدالقار ځاځى، عبدالولي نيازى او عبدالقدير هغه کسان دي چې د مخکنيو وکيلانو ځايونه به ډک کړي.

د ولسي جرګې غړو تر څنګ د وزيران او واليانو په ګډون ځينو نورو دولتي چارواکو هم له خپلو دندو استعفاوې کړې دي.

د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي، د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول، سلاکار وزير هدايت امين ارسلا، د اوبو او برېښنا وزير اسماعيل خان، د پتروليم او کانونو وزير وحيدالله شهراني، د کابينې هغه پنځه وزيران دي، چې په ټاکنو کې د ګډون په موخه يې له خپلو دندو استعفاوې کړې دي.

د ولسمشر امنيتي سلاکار عبدالرحيم وردک، د امنيتي مسووليتونو د لېږد مشر اشرف غني احمدزي، له اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر عزيزالله لودين، د افغانستان د وسله والو ځواکونو درستيزوال عبدالرشيد دوستم، د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي، د باميانو والي حبيبې سرابي، د ولسمشر د عدلي او قضايي بورد مشر سرور دانش له هغو حکومتي چارواکو څخه دي چې له خپلو دندو يې استعفاوې کړې دي.

ولسمشرۍ رياست وايي، چې ډېر ژر به د يادو کساونو د خالي شوو پوستون په اړه تصميم ونيسي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې ٢٧ تنو ولسمشرۍ او له ٣٠٠٠ تنو څخه ډېرو ولايتي شورا ګانو ته ځانونه کانديد کړي دي.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ کال د ورى په ١٦ مه ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.