ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې سيمه ييز ادبي فسټيوال پرانيستل شو

author avatar
28 Oct 2013 - 20:56
author avatar
28 Oct 2013 - 20:56

هرات ښار (پژواک، ٦ لړم ٩٢): په هرات ښار کې د فارسي دري ادبياتو دوه ورځنى سيمه ييز فسټيوال د لسګونو اديبانو او ليکوالو په ګډون پرانيستل شو.

دغه فسټيوال د نواندېشانو په نوم کلتوري موسسې په نوښت او لګښت، نن مازيګر د هرات لرغونې اختيار الدين کلا کې پيل شو.

د دې موسسې مشرې سومايه رامش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې جشنواره درې برخې لري، چې لومړۍ برخه يې نن تر ماښامه مېلمنو ته په رسمي هرکلي او پېژندګلوي پيل شوه، وروسته به د شپې شعر ته ځانګړې شي او سبا به ادبې مقالې ولوستل شي.

د هغه په وينا، د فسټيوال په وروستيو کې به ازاد بحث، د شعر او ادب د لا ښه والي او پرمختګ په موخه د فکرونو تبادله وشي.

 د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس اريا رووفيان پژواک اژانس ته وويل، چې په دې جشنواره کې له کورنيو شاعرانو او اديبانو سربېره، د سيمې د هېوادونو تاجکستان، ايران او هند يو شمېر نامتو شاعرانو برخه اخيستې ده.

ده زياته کړه، چې ورته ادبي ناستې د ادبياتو له بډاينې سربېره د سيمې د هېوادونو د فرهنګونو د تبادلې او سيمه ييزې سولې په برخه کې ګټورې تمامېدلى شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.