ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د درې کلن ښارګوټي اسناد ناقانونه وبلل شول

د درې کلن ښارګوټي اسناد ناقانونه وبلل شول

هرات (پژواک،١١ لړم ٩٢):د هرات د ښاروالۍ چارواکي وايي، چې د” تقي نقي” په نوم  ښارګوټي پروژه  له قانوني اسنادو پرته پلې شوې ده.

 د دغه ولايت ښاروال  محمد سليم تره کي نن له پژواک خبرى آژانس سره په خبرو کې وويل، چې د اسنادو له څېړنو وروسته څرګنده شوه ، چې د دغه ښارګوټي پروژه د وزيرانو شورا او ولسمشر له تاييد او لاسليک  پرته پلې شوې.

 د ” تقي نقي” ښارګوټی د هرات ښار لوېديځ لور ته په ۱۵ کيلومترۍ کې د اسلام کلا د سړک پر غاړه پروت دى، چې کار يې درې کاله مخکې پيل شوى و.

  د هرات د ښاروال په وينا، په دې ښار ګوټي کې تر ۲۰۰۰ نومرې خلکو ته ويشل شوي او نور ښاري خدمات هم په کې پلي شوي دي.

ښاروال، د دغه کار پړه د ښاروالۍ په پخوانيو مسوولينو واچوله او په اړه يې د کره څېړنو د پيل خبر ورکړ.

 د احمدخان په نامه يوتن  چې د” تقي نقي” په ښارګوټي کې نومره لري پژواک ته وويل ، چې ده او د ده نورو دوستانو درې کاله د مخه له ايران څخه په راستنيدو د ښاروالۍ له لوري په ياد ښارګوټي کې له دولت څخه  د کورونو لپاره  په سمو اسنادو ځمکې اخيستې دي.

نوموړي زياتوي، ودانۍ يې هم جوړې کړې دي، خو اوس دا خبره وروسته  پيدا شوه، چې ښار ګوټى په ناقانونه ډول ويشل شوى.

 د هغه په وينا: (( دا خو ټوکي نه دي موږ د دولت په رسمي لاسليکونو او  ټاپه دکور لپاره ځمکه اخيستې، د لاس په تڼاکو مو يو دوه خونې په کې ودانې کړې دي د اولادونو د خولې مړۍ مو نيمه کړه، چې خپله کوډله ولرو  اوس څنګه کيدای شي چې ناقانونه دې وي.))

د شمس په نو يو بل تن هم وايي، چې له دولت څخه يې د کور نومره اخيستې، ټول قانوني مراحل يې خلاص کړي ، خو دوى يې اوس ناقانونه بولي.

هغه زياتوي:(( زموږ ښارګوټى ناقانونه نه دى، بلکې د دوى کړنې ناقانونه دي ،بايد خپلو مامورينو ته جزا ورکړي،زه خپل کور نه پرېږدم که مړ هم شم.))

 د هرات ښاروال د خلکو  ستونزې او شکايتونه پر ځاى وبلل او زياته يې کړه : (( خلک ملامت نه دي، ستونزه د هغه وخت د ښاروالۍ  په مامورينو کې ده.))

  هغه وويل، موضوع يې ولايت او نورو مربوطه ادارو ته په ليکلې بڼه پيشنهاد کړى،  څو د خلکو ستونزې ته پام  وشي او د حل يوه لاره ورته ولټول شی.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.