ژبه

برېتانيا: تر امنيتي تړون وروسته به د خپلو سرتېرو د وتو په اړه پرېکړه وکړو

لښكرګاه (پژواك۲۰ لړم ۹۲): د برېتانيې دفاع وزير وايي، له افغانستانه په ځانګړې توګه له هلمنده به د خپلو سرتېرو د ايستلو پرېكړه وروسته له هغه وكړي، چې د امريكا او افغانستان تر منځ د امنيتي تړون خبره معلومه شي.

پلېپ هاموند دغه خبرې د لړم په ۲۰مه په لښكرګاه كې د ولايتي بيارغوني په دفتر كې د هلمند له والي جنرال محمدنعيم سره د ليدنې پر مهال وكړې.

نوموړي وويل، افغانستان ته يې د سفر موخه د امنيت او په نورو اړوند برخو كې ليدل او كتل و.

هاموند زياته كړه، د امريکا او افغانستان تر منځ تر تړون پورې به يې سرتېري په هلمند کې مېشت وي.

نوموړي وويل، د ټاکنو پر مهال به له افغان ځواکونو سره مرسته کوي، خو ده زياته کړه، چې افغان ځواکونه هم اوس پياوړي شوي او د هلمند امنيت هم ښه شوى دى.

د برېتانيې د دفاع وزير وويل، له افغانستان سره به يې مرستې دوام ولري او د بهرنيو ځواكونو د پوځونو تر وتلو وروسته به پرېكړه وكړي چې په افغانستان کې څومره سرتېري پرېږدي.

د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم وايي، چې له افغانستان سره د برېتانيا مرستې ګټورې تمامې شوې دي.

والي زياته كړه، په افغانستان کې د برېتانيا سفير ريچارډ سټګ هم نن هلمند ته سفر كړى و او د خپل هېواد له لوري يې د خپلو ژمنو د پر ځاى کولو ټينګار وکړ.

والي وويل، سفير د سنګين او كجكي ولسواليو تر منځ د سېلاب له امله د خراب شوي سړک د رغونې ژمنه هم وکړه.

د يادونې ده، برېتانيا په افغانستان كې ۹۵۰۰ سرتېري لري، چې په هلمند كې د امنيت په برخه كې دنده ترسره كوي.

ورته موضوع