ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د ټاکنو د شفافيت ټولنه جوړه شوه

author avatar
30 Nov 2013 - 16:31
author avatar
30 Nov 2013 - 16:31

هرات( پژواک،٩ ليندۍ ٩٢):د لوېديځ څلورو ولايتونو د خلکو له خوا په هرات کې د ټاکنو د ملاتړ او شفافيت په اړه ټولنه جوړه شوه.

د هرات پخواني والي ډاکټر داود شاه صبا د ټولنې د رييسه پلاوي غړي وويل، د دې ټولنې په غړيتوب کې، ديني علما،د مدني ټولنو استازي، د ملي او ولايتي شورا غړي ګډون لري، چې موخه يې د عامو او رڼو ټاکنو تر سره کول دي.

 هغه زياته کړه، په دې ټولنه کې به د هرات تر څنګ د فراه، غور او بادغيس خلک هم غړيتوب ولري.

 په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې ناهيد فريد د دې ټولنې جوړښت د وخت اړتيا وبلله او زياته يې کړه، خلک به وهڅوي ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو وړ کانديدانو ته رايه ورکړي.

نوموړې زياته کړه، په تېرو دورو کې د خلکو په رايو معاملې شوې وې ، خو دا ځل به خلک په رڼو ټاکنو کې د خپلې خوښې او وړ کانديد ته رايه ورکوي.

 د مدني ټولنې فعال او په هرات کې د افغان ملت ګوند د سيمه ييز دفتر مشر محمد معروف فضلي بيا وايي، چې دا ډول حرکتونه نمايشي دي ، خو سره له هغه هم اغېز لري.

 د نوموړي په وينا،د دې ډول حرکتونو فعاليت بايد تر رسنيو محدود پاتې نه شي، بلکې په اغېزمنه توګه کار وکړي او خلکو ته عامه پوهاوى ورکړي.

 د دې ټولنې غړيو په يوه غږ د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي او دفاعي تړون د لاسليک ملاتړ وکړ او دا يې د افغانستان په ګټه وباله، چې له لويو ځواکونو سره ستراتيژيک او امنيتي تړونونه ولري.

 د يوبل خبر له مخې، نن دکابل په ښار کې د سلګونو ځوانانو په ګډون د( خط نو) ټولنې له ځوانانو وغوښتل ، چې  په راتلونکو ټاکنو کې فعال حضور او اغېز ثابت کړي.

 د ټولنې مشر فهيم صديقي يادونه وکړه، چې په ټاکنو کې د ځوانانو انګيزه کمزورې ده او بايد په کې فعاله ونډه واخلي.

 د ولسي جرګې غړي بکتاش سياووش په دې غونډه کې وويل، چې ځوانانو ته د حکومت پاملرنه کمه شوې او بايد تر بل هر وخت ورته د تحصيل زمينه برابره کړي ، تر څو په راتلونکي کې بهرنيو سالاکارانوته اړتيا پيدا نه شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.