ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې مېشت کډوال بېړنيو مرستو ته اړتيا لري

په هرات کې مېشت کډوال بېړنيو مرستو ته اړتيا لري

هرات (پژواک ١١ ليندۍ ٩٢): هرات ته له نورو ولايتونو د راغلو کډوالو سلګونه مېرمنې او ماشومان له پېښو سره د مبارزې رياست په مخکې راټول شوي وو او د مرستو غوښتنه يې کوله.

٣٧ کلن ميراخان له خپلې پنځه کسيزې کورنۍ سره د بادغيس له قاديس ولسوالۍ څخه د نا امنۍ له امله هرات ته راکډوال شوى وايي، کورنۍ يې ډېرو مرستو ته اړتيا لري.

 نوموړى زياتوي، له خپلو ماشومانو سره په پلاستيکي خېمه کې شپې ورځې تېروي، ماشومان يې خوراکي توکو او جامو ته اړتيا لري.

 د محمدکريم په نوم يو تن له غور ولايت څخه د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله راکډوال شوى، چې وايې اوس يې دوه ماشومان د سړې هوا له امله سخت ناروغ دي.

هغه زياتوي، د خپلو ماشومانو د درملنې پيسې هم نه لري او دغه راز له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، هغه له چارواکو وغوښتل چې مرسته ورسره وکړي.

 د هرات مرستيال والي اصيل الدين جامي د دغو کډوالو ستونزې او شکايتونه مني او زياتوي، چې د خپل توان له مخې به مرستې ورسره وکړي.

 د هرات د کډوالو چارو رييس حميدالله خطيبي پژواک ته وويل، چې د يونيسف په مرسته يې ٥٠٠ کډوالو کورنيو ته د دوى د اړتيا وړ توکي، خېمې او د پخلنځي لوښي وېشلي دي.

 د نوموړي په وينا، د نويو راغلو کډوالو سروې روانه ده، چې ښايې تر ٣٠٠ نورو کورنيوته به هم د اړتيا وړ توکي ووېشي خو نوي راغلي کډوال له پخوانيو کډوالو سره ګډ شوي چې د سروې کار يې له خنډ سره مخ کړى دى.

 د کډوالو رياست د مالوماتو له مخې د هرات په شيدايي او مسلخ کمپونو کې له نورو ولايتونو راغلي شاوخوا ٢٠٠٠ کډوالې کورنۍ ميشت دي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.