ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات د ولايتي شورا مشر د امنيتي سند د ژر لاسليکېدو غوښتنه وکړه

author avatar
10 Dec 2013 - 19:11
author avatar
10 Dec 2013 - 19:11

هرات (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٢): د هرات د ولايتي شورا مشر له ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتنه وکړه، چې له امريکا سره امنيتی سند ژر لاسليک کړي.

د ولايتي شورا مشر سيد وحيد قتالي، نن په خبري ناسته کې وويل، چې افغانستان په ډېر بد امنيتي حالت کې دى او که ياد امنيتي سند ژر لاسليک نه شي، وضعيت به نور هم خرابه او د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنې به ناشونې شي.

ده زياته کړه: “د امنيتي سند د نه لاسليک په صورت کې به د راتلونکو بدو عواقبو مسوول ولسمشر کرزى وي.”

نوموړي دا غوښتنه د هرات د خلکو وبلله.

خو د هرات والي سيد فضل الله وحيدي پژواک اژانس ته وويل، چې د ولايتي شورا د مشر غوښتنه د هغه شخصي نظر دى.

هغه د ولسمشر کرزي له دريځ څخه ننګه وکړه او ويې ويل، تر هغه مهاله چې سوله تضمين نه شي، د خلکو پر کورونو د امريکايانو تالاشي او بريدونه بند نه شي، له امريکا سره د امنيتي سند لاسليکول د افغانستان د خلکو په زيان دى.

مشورتي لويې جرګې د روانې مياشتې په لومړيو کې امنيتي سند له يو لړ وړانديزونو سره تاييد کړ او له ولسمشر کرزي يې وغوښتل، چې دا سند په شپږو يا اووه راتلونکو اونيو کې لاسليک کړي.

خو ولسمشر کرزي د جرګې په وروستۍ ورځ (د ليندۍ ٣مه) اعلان وکړ، چې امريکا دې د رڼو ټاکنو ترسره کېدو، د خلکو پر کورونو نه ننوتلو او د امنيت راوستلو ترڅنګ له وسله والو مخالفينو سره د خبرو زمينې برابرولو ضمانت ورکړي، بيا به دغه تړون لاسليک کړي او يا به يې تر ټاکنو وروسته نوى حکومت لاسليک کړي.

 د ولسمشر کرزي تر دې شرطونو وروسته د کابل او واشنګټن اړیکې ترینګلې شوې او امریکا ګواښنه کړې چې که دا سند په وخت لاسلیک نه شي، نو افغانستان سره د شویو مالي مرستو د بندولو ترڅنګ به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه اوباسي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.