ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هوتکي: د ټاکنو د روڼوالي لپاره مو زرګونه پخواني کارکوونکي نه دي ګومارلي

author avatar
15 Dec 2013 - 17:25
author avatar
15 Dec 2013 - 17:25

کابل (پژواک٢٤ليندۍ٩٢): د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې د ټاکنو د روڼوالي لپاره د تېرو ټاکنو ١١زره کارکوونکي، چې په درغليو کې په لاس لرلو تورن وو، دا ځل پر دندو نه دي ګومارل شوي.

د دې کمېسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي وايي، دوى په ټاکنو کې د شفافيت د تامين لپاره ټولې لارې چارې په پام کې نيولې دي.

نوموړي، نن په کابل کې د “رايه د سولې لپاره” په نوم جوړې شوې غونډې ته وويل، د ټاکنو د شفافيت د تامين لپاره به دا ځل د خلکو رايې د څارونکو پر وړاندې د راىې ورکولو په مرکزونو کې شمېرل کېږي.

هوتکي وايي، دا ځل د ټاکنو کمېسيون پخواني کارکوونکي بيا پر دندو نه دي ګومارلي، چې تېر ځل په درغليو کې په لاس لرلو تورن شوي وو.

ده زياته کړه: “په دوو برخو کې موږ خپل کار تقريبا تکميل کړى دى، چې په تخنيکي برخه کې د کارمندانو د اصلاح لپاره او د کارمندانو د روزنې لپاره، دا پروسه جريان لري؛ د تېرو انتخاباتو ١١زره نفره چې د انتخاباتو په کمېسيون کې په تور لېست کې شامل وو، په هېڅ وجه هغه کسان په اوسنۍ پروسه کې نه دي شامل.”

هوتکي د ټاکنو د شفافيت د تامين لپاره د څارنې مساله مهمه بولي او وايي، دا هم د خلکو او مدني ټولنې او سياسي ګوندونو دنده ده، چې د ټاکنو د بهير څارنه وکړي.

دى وايي، تېرو ټاکنو کې ٣٠٠زره کسانو ته د څارونکي په توګه کارتونه وېشل شوي وو، خو تر ٥٠زرو کمو کسانو په څارنه کې برخه اخيستې وه.

د ده په وينا، دا ځل به په ټينګه له سياسي ګوندونو او مدني ټولنې او نور نړيوالو څارونکو وغواړي، چې د ټاکنوپه څارنه کې ونډه واخلي؛ په همدې موخه به له سياسي ګوندونو سره يو هوکړه ليک لاسليک کړي.

په نننۍ غونډه کې چې د “مختګ” په نامه د يوه مشورتي بنسټ له خوا جوړه شوې وه، د ټاکنو کمېسيون د چارواکو ترڅنګ د سولې د عالي شورا ځينو غړو، يو شمېر پخوانيو واليانو او د مدني ټولنو استازو برخه لرله.

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد معصوم ستانکزي وويل، چې د راتلونکو ټاکنو برياليتوب او په سوله ييز ډول د واک لېږد د سولې له پروسې سره نېغ په نېغه مرسته کوي.

د ده په خبره، راتلونکې ټاکنې د دولت د مخالفينو لپاره ښه موکه ده، چې له سياسي نظام او قدرت څخه بهر دي.

ستانکزى زياتوي: “موږ چې کله وايو سوله، دا په دې معنا نه ده چې خپله وسله کېږده او کور کې کېنه، نور هېڅ کار مه کوه؛ بلکې دا بايد د نورو افغانانو په څېر د سياسي نظام برخه وګرځي او خپل ځان د سياسي نظام برخه او د افغانستان مالک وبولي.”

نوموړي د سياسي لېږد د بهير برياليتوب او په سوله ييز ډول بل حکومت ته د چارو د واګو سپارل، د سولې پر لور ګام وباله او ويې ويل، هره رايه چې صندوق ته غورځول کېږي، دا د سولې لپاره رايه ده.

دى وايي، څومره چې د افغانستان نظام د خلکو د ارادې او ملاتړ پر بنسټ ولاړ وي او څومره چې ډېر خلک رايه ورکړي، معنا يې دا ده چې د سياسي نظام مشروعيت نور هم پياوړى کوي.

ده زياته کړه: “په ټاکنو کې د خلکو ونډه اخيستنه له سولې سره مرسته کولى شي، ځکه څوک چې اساسي قانون ومني، څومره چې ډېر خلک په ټاکنو کې ونډه اخلي، معنا يې دا ده چې د افغانستان اساسي قانون او سياسي نظام يې ومانه او دې ته يې رايه ورکړه، چې تاوتريخوالي بايد نور دوام ونه مومي.”

ستانکزى وايي، د راتلونکو ټاکنو د کانديدانو په ترکيب کې د دولت مخالفين هم ليدل کېږي.

ده زياته کړه: “تاسو نن ګورئ، د کانديدانو په ډلو کې چې کوم ترکيب رامنځته شوى دى، دا واضح ده، د افغانستان خلک نه غواړي، چې هېڅوک له سياسي چوکاټ څخه بهر پاتې شي. موږ غواړو چې ټول که هغه په مسلح مخالفينو يا اپوزيسيون کې دي، په يو ډول په سياسي تشکيلاتو کې شريک شي.”

ستانکزى وايي، کانديدان بايد د ټاکنو پايلې ومني او د ناکامۍ په پلمه د راتلونکي حکومت مشروعيت ته زيان ونه رسوي.

ده زياته کړه: “کانديدان بايد خپله ناکامي پلمه ونه ګرځوي ، چې ټاکنې بدنامه شي، واضح ده چې روڼوالى د ټاکنو ضروري اصل دى، ترڅو ټول بايد ډاډمن شي چې ټاکنې په شفافه توګه ترسره کېږي.”

د مختګ مشورتي بنسټ مشر او د ميدان وردګو پخواني والي محمد حليم فدايي هم په خپلو خبرو کې د ټاکنو پر ترسره کېدو ټينګار وکړ.

فدايي وويل چې ټاکنې کولى شي قومي او قبيلوي تربګنۍ په مدني رقابت او سيالۍ واړوي چې دا پخپله د سولې لپاره يو ښه اقدام دى.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.