اسلام اباد ( پژواک ۱٣ جدی۹۲) پاکستان هیله څرګنده کړه چې دافغانستان راتلونکې ټاکنې ددې هیواد دسولې او ثبات په ګټه تمامه شي.
دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده میرمن تسنیم اسلم د مرغوي په ۱۴مه، په اسلام اباد کې داوونیزې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه زیاته کړه چې ددوی د بهرنۍ تګلاره مهمه برخه داده، چې غواړي له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولري ، څو دوی وکولی شي په ګډه اقتصادي پرمختګونه وکړي.
میرمن اسلم وویل چې یو باثباته افغانستان کولی شي پاکستان ته دا زمینه برابره کړي چې منځني اسیا هیوادونو سره سوداګریزې اړیکې پیاوړي وکړي او له دې لارې خپل اقتصاد پیاوړی کړي.
نوموړې دافغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته په اشارې سره وویل چې هیواد یې هیله مند دی چې دا ټاکنې دافغانستان سولې او ثبات لپاره ګټور ثابت شي.
افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو دوتلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړې وویل چې په دې اړه افغانستان او امریکا په خبرو بوخت دي ، هغوی به په دې اړه پریکړه کوي.
هغې زیاته کړه چې افغانستان یو خپلواک هیواد دی او خپلې پریکړې پخپله کوي.
دبهرنیو چارو وزارت ویاندې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې هیواد یې دافغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې یې عملي ګامونه هم پورته کړي دي.
د هغه په وینا، یو شمیر طالب بندیان یې خوشې کړي او دافغانستان دسولې د عالي شورا پلاوي ته یې ملا برادر سره د خبرو زمینه برابره کړې وه.