کابل (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٢): ټاکل شوې په واشنګټن کې د امريکا او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو تر منځ غونډه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې وشي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې جين سپاکي پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، چې د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو چارو د سلاکار سرتاج عزيز او جان کيري تر منځ دغه ليدنه به د سلواغې په ٧مه (د جنورۍ ٢٧مه) په واشنګټن کې ترسره شي.
سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې به د امريکا او پاکستان تر منځ پر ستراتيژيکو اړيکو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشي.
سپاکي وويل، چې واشنګټن ته د پاکستان د لومړي وزير ميا نوازشريف تر سفر وروسته دا په لوړه کچه لومړۍ ليدنه ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي.
د نوموړې په وينا، له نوازشريف سره د ليدنو پر مهال ژمنه شوې وه، چې دواړه هېوادونه به د يوه با ثبات او سوله ييز افغانستان لپاره هلې ځلې کوي.
هغې زياته کړه، چې د کيري او سرتاج عزيز تر منځ په دې ليدنه کې به يو ځل بيا د افغانستان د سولې، امنيت اوثبات په اړه خبرې وشي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې يو ځل بيا له افغان حکومت څخه وغوښتل چې امنيتي سند دې ژر تر ژره لاسليک کړي.