ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلاوى: د سياه ګرد بريد له افغان چارواکو سره نه و همغږى شوى

author avatar
19 Jan 2014 - 18:43
author avatar
19 Jan 2014 - 18:43

چاريکار (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٢): دولتي پلاوى، چې د پروان ولايت په سياه ګرد کې يې د امريکايي ځواکونو بريد څېړلى وايي، چې دغه بريد له افغان حکومتي چارواکو سره له کومې همغږۍ پرته تر سره شوى دى.

د دغه بريد په پايله کې، چې تېره اونۍ د سې شنبې په ورځ د سياه ګرد ولسوالۍ په سرخه کلي کې تر سره شو، ١٤ ملکي وګړي  وژل شوي او څلور نور ټپيان شول.

ايساف ځواکونو ويلي و، چې دغه عمليات په ګډه تر سره شوي او د افغان نظاميانو له لوري په لاره اچول شوي و.

ايساف يواځې د دوه ملکي وګړو د وژل کېدو خبر منلى و او د هغوى د وژل کېدو په اړوند يې خپګان څرګند کړى و.

د افغانستان جمهوري رياست،د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ياد بريد د غندلو تر څنګ امريکايي ځواکونه د دغه بريد مسوول وبلل او د دې پيښې د څرنګوالي د څېړلو په موخه يې يو پلاوى وټاکه.

دغه پلاوي، چې د دولتي بېلابېلو ارګانونو د استازو په ګډون د ملي شورا، دفاع او کورنيو چارو وزارتونو استازو په ګډون نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې امريکايي ځواکونو دغه بريد له افغان ځواکونو سره له همغږۍ پرته تر سره کړى دى.

د کاپيسا د خلکو استازي او د ياد پلاوي غړي محمداقبال صافي وويل: ” کله چې موږ له سيمه ييزو ارګانونو، د ولايت له والي، د امنيت له مشر او امنيه قوماندان سره خبرې وکړې، هغوى په پوره ډول په جريان کې نه وو. د پروان ولايت والي له دې موضوع ٨:٣٠ بجې خبريږي.”

صافي په دغو عملياتو کې د پنځو طالبانو د وژلو کېدو تر څنګ وويل: ” هلته طالبان هم وژل شوي وو، خو ملکي مرګ ژوبله د طالبانو د مرګ ژوبلې درې برابره وه.”

د ملي شورا غړي عبدالستار خواصي، چې د ياد پلاوي مشري يې هم پر غاړه درلوده، د سياه ګرد ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو له قوله وويل،  کله چې ناپېژاندو وسله والو د سې شنبې په ورځ د سرخه په کلي کې پر امريکايي ځواکونو ډزې وکړې، د هغوى په غبرګون کې دوه ماشومان ووژل شول.

د خواصي په وينا، د ماشومانو له وژل کېدو وروسته امريکايي ځواکونو د شپې له لسو بجو څخه تر سهاره د وازغر دره بمبار کړه او د ورځې له خوا امريکايي ځواکونو د خلکو د کورنو پلټنې پيل کړې.

هغه زياته کړه: ”  عيني شاهدان وايي، چې امريکايانو به کله په کوڅه او کورنو کې خلک ليدل نو وژل به يې، په ټوله کې په وازغر دره کې لس کورونه ويجاړ شوي او دولس بې ګناه وګړي شهيدان شوي دي.”

د خواصي د معلوماتو له مخې، د وژل شوو په ډله کې له خپل پلار سره يو ځاى پنځه ماشومان، يوه پيغله او د هغې پلار او يو بل تن وژل شوي دي، چې په ټوله کې د ټولو وژل شوو شمېر ١٤ تنو ته رسيږي.

خواصي زياته کړه، امريکايي ځواکونو دغه سيمه له عملياتو څخه ٢٤ ساعته وروسته پريښې ده.

د هغه په وينا، دغو عملياتو کې ٤ نور ملکي وګړي ټپيان شوي، چې د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

خواصي زياته کړه، چې دغه پلاوي د قربانيانو انځورونه هم ولسمشر کرزي ته وړاندې کړل.

د ويلو ده، چې د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي سند د لاسليک کېدو يوه ستونزه د بهرنيو ځواکونو له لوري د افغانانو پر کورونو د عملياتو نه تر سره کول دي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.