ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تفاهم جرګه نه ده توانېدلې چې د ولسمشرۍ کانديدان سره کېنوي

د تفاهم جرګه نه ده توانېدلې چې د ولسمشرۍ کانديدان سره کېنوي

author avatar
22 Jan 2014 - 12:57
د تفاهم جرګه نه ده توانېدلې چې د ولسمشرۍ کانديدان سره کېنوي
author avatar
22 Jan 2014 - 12:57

کابل (پژواک،٢سلواغه،٩٢): د کانديدانو ترمنځ د تفاهم جرګه، چې هڅه کوي د ولسمشرۍ د کانديدانو شمېر کم کړي، خو تر درې نيمو مياشتو هڅو وروسته لا هم په دې نه ده توانېدلې، چې ان دغه کانديدان سره په يوه ټغر کېنوي.

دا ١٤ کسيزه جرګه د پخواني جهادي مشر او د شخړو د حل د کمېسيون د رييس صبغت الله مجددي له خوا جوړه شوې، چې د بېلابېلو ولايتونو له قومي مشرانو او علماوو جوړه ده او مشري يې د مجددي مرستيال، اسدالله وفا کوي.

د دې جرګې غړي وايي ، چې د کانديدانو ډير والى له يوه پلوه د ټاکنو لګښت لوړوي او له بل پلوه به د خلکو رايو د وېش له امله ټاکنې دويم پړاو ته وړي.

ددې جرګې د فعاليت له پيله (تلې١٧مه) هڅه دا ده ، ترڅو هغه کانديدان اړ باسي ، د نورو په ګټه تېر شي ، چې په ټاکنو کې يې برياليتوب له ورايه ناشونى ښکاري او له هغو کانديدانو د اتحاد غوښتنه وکړي، چې پروګرامونه يې سره ورته دي.

خو ددې جرګې غړي وايي، تر اوسه ان نه دي توانېدلي، چې د ولسمشريزو ټاکنو کانديدان د خبرو او تفاهم لپاره د يوه مېز تر شا کېنوي.

د ولسي جرګې پخوانى غړى، معين مرستيال ، چې د کندوز د خلکو په استازيتوب ټاکل شوى، له پژواک سره په خبرو کې ددې جرګې کومه لاسته راوړنه ياده نه کړه.

ده وويل: “په اخري مرحله کې زموږ هدف دا و، چې موږ دا کانديدان سره مشترکاً يوځاى کېنوو او د دوى نظريات سره راټول کړو، اما په دې باندې نه يو بريالي شوي، چې موږ دغه ١١ کانديدان سره په يوه ځاى کې راټول کړو.”

مرستيال وايي، جرګه اوس دا هڅه کوي، چې لږ ترلږه څلور يا پنځه کانديدان د خبرو لپاره سره کېنوي او په دويمه ناسته کې ټول کانديدان وروبولي.

دى زياتوي: “اوس له موږ سره څلورو، پنځو (کانديدانو) موافقه کړې، چې سره کينو، اما تراوسه دا ناسته نه ده شوې؛ ځکه چې کله پکې يو نه وي، کله دوه نه وي، موږ نه يو موافق شوي، چې په کومه نېټه کېنو.”

که څه هم ددې جرګې موخه د کانديدانو د شمېر کمول وو، خو له څو مياشتنيو هڅو وروسته د جرګې غړي دې هدف ته رسېدل له امکانه وتلې ګڼي.

دى زياتوي: “د انصراف په ارتباط باندې، زه بالکل فکر نه کوم ، چې دا کار دې وکړي او يو د بل په ګټه تېر شي.”

مرستيال وايي ، چې که يو د بل په ګټې د تېرېدو امکانات نه وي، نو کانديدان دې لږ ترلږه په ګډه هڅه وکړي، په ټاکنو کې د درغليو او سرغړونو مخه ونيسي.

ده زياته کړه: “يعنې خپله کانديد کوشش ونه کړي، پلويان يې کوشش ونه کړي او نور خلک پرېنږدي چې په دې (ټاکنو) کې لاسوهنه وکړي، ترڅو ټاکنې تر زياتې اندازې پورې شفافې ترسره شي.”

د ١٣٩٣ لمريز کال ولسمشريزو ټاکنو کې يوولس تنه سيالۍ ته ولاړ دي.

خو کتونکي وايي ، چې که د کانديدانو شمېر کم نشي، نو د رايو د وېش له امله دا امکان ډېر دى، چې ټاکنې دويم پړاو ته لاړې شي.

د ولسمشريزو ټاکنو ترسره کېدو ته ، چې ټاکل شوې د راتلونکي کال د وري په ١٦ مه ترسره شي، له دوه نيمو مياشتو کمه موده پاتې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.