ژبه

مدني ټولنې د ټاکنو په اړه پوهاوي کې له پکتيکاوالو سره مرسته کوي

ښرنه (پژواک ١٣ سلواغه ٩٢): په پکتيکا کې د ټاکنو عامه پوهاوي په غونډه کې د مدني ټولنو غړو پرېکړه وکړه، چې دوی به د ټاکنو په اړه د خلکو پوهاوی لوړوي او وبه يې هڅوي څو په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.

دغه غونډه د سلواغې په ۱۳مه د پکتيکا د مرکز ښرنې ښار په عامه کتابتون کې رابلل شوې وه، چې په کې د مدني ټولنو لسګونو استازو او سلګونو ځوانانو برخه اخيستې وه.

د سواد مدني ټولنې مشر محمدالله همتيار وويل، اوس مهال په دغه ولايت کې شاوخوا لس مدني ټولنې شتون لري.

هغه زياته کړه، چې د مدني ټولنو ټول غړي به د راتلونکو ټاکنو په اړه د خلکو پوهاوی لوړوي او هغوی به وهڅوي څو يوه وړ او د خوښې نوماند ته رايه ورکړي.

د پکتيکا د ځوانانو فرهنګي ټولنې استازي علي محمد اندړ وويل، مدني ټولنې کولای شي د ټاکنو په اړه د خلکو ذهنيتونه روښانه کړي او د هغوی لپاره د عامه پوهاوي په برخه کې مثبت رول ولوبوي.

نوموړي زياته کړه: ((رايه ورکول يوه ملي پروسه ده اوموږ ټول مسووليت لرو چې يوه مسلمان، وړ او د ولس په درد پوهېدونکي نوماند ته رايه ورکړو.))

د هغه په وينا، له دې وړاندې د پکتيکا مدني ټولنو پرېکړه کړې وه، چې د پنځه زره په شاوخوا کې غړي به يې له ټاکنو څارنه کوي او دا ځل يې پرېکړه وکړه، چې خلکو ته به د ټاکنو په اړه تبليغات کوي.

د غونډې برخه وال او پکتيکا د ځوانانو استازى وکيل جلالزي پژواک اژانس ته وويل، چې د هر افغان يوه رايه ډېر ارزښت لري او پر ځوانانو يې غږ وکړ چې رايه د هغه چا لپاره وکاروي، چې د افغان ولس لپاره په رښتيني توګه خدمت وکړي.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي. نن په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاين پيل شو.