ژبه

هرات کې د روږدو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دى

هرات ښار (پژواک ١٣ سلواغه ٩٢): په هرات ولايت کې د روان لمريز کال له پيله راهيسې پر نشه يي توکو ٥٠ روږدي کسان مړه شوي دي.

دغو روږدو کسانو  ته د دولت پاملرنې اړولو په موخه تېر ماښام د هرات ښار په څنډه کې يو کنسرت جوړ شوى و، چې په کې لسګونو فرهنګيانو او ژورنالېستانو برخه اخيستې وه.

په کنسرت کې چې د هرات ښار په څنډه د تورغونډۍ پر لويه لاره د کمرکلا په سيمه کې جوړ شوى و، د مورچه ها په نوم د موسيقۍ يوې ډلې په ژوندۍ بڼه سندرې وويلې.

د مسعود حسن زاده د دې ډلې مشر او سندرغاړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  خلک دغو کسانو ته د مجرم په توګه ګوري ، په داسې حال کې چې دوى مجرم نه بلکې د دې ټولنې غړي دي.

هغه زياته کړه، چې له دغه کنسرت څخه يې موخه دا وه، څو دولت، مدني او نړيوالې ټولنې دغو روږدو ته پام وکړي او د هغوى درملنه وکړي، څو د يوې سالمې ټولنې برخه وګرځي.

د کمر کلا په سيمه کې چېرې چې دا کنسرت جوړ شوى و، لسګونه روږدي کسان د سړک پر غاړه او کنډرو کې پراته دي.

په دې سيمه کې د سيداحمد په نوم يوه روږدي پژواک اژانس ته وويل، چې ايران ته د مزدورۍ لپاره تللى و او بيا همالته روږدى شو.

دى وايي، چې په روان ژمي کې د دوى ګڼ شمېر ملګري د سختې يخنۍ له امله مړه شوي، يواځې دوى په خپله دلته ٢٠ کسان خاورو ته سپارلي دي او يو شمېر ښاروالۍ وړي دي.

بلخوا د هرات د حوزوي روغتون مسوولين وايي چې په روان ژمي کې تر اوسه ورته د ١٣ مړو شوو روږدو کسانو مړي ور وړل شوي دي.

د هرات ښاروال محمدسليم تره کى وايي، چې د روان لمريز کال له پيله راهيسې دوى ٥٠ روږدي کسان چې مړه شوي خاورو ته سپارل شوي دي.

د هرات د نشه يي توکو پر ضد  د مبارزې رييس جيلاني دقيق وايي، چې د ٢٠٠٩ زېږديز کال د سروې له مخې په دغه ولايت کې ٧٩ زره تنه په نشه يي توکو روږدي وو او کېداى شي دا شمېر اوس لوړ شوى وي.

هغه زياتوي، چې په دې کې ٣٥ سلنه يې د نورو ولايتونو اوسېدونکي دي، ١٣ سلنه يې ځوانان او ١١ سلنه يې ماشومان دي.

د نوموړي په وينا، له دې ډلې ٦٥ سلنه په ايران کې پر نشه يي توکو روږدي شوي دي.

ورته موضوع