ژبه

لښكرګاه (پژواك ۱۳سلواغه۹۲): د ولسمشريزو ټاکنو د کانديدانو د کمپاين په لومړۍ ورځ کې په کابل سربېره د هېواد په ځينو نورو ولايتونو کې هم د يو شمېر کانديدانو په ملاتړ غونډې جوړې شوې.

نن (د سلواغې ١٣مه) د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو د کانديدانو کمپاين په رسمي توګه پيل شو. په هلمند کې د دوه زرو په شاوخوا کې ځوانانو، قومي مشرانو او ديني  عالمانو د يوې غونډې په ترڅ کې د ډاکټر زلمي رسول ملاتړ وکړ.   

په هلمند کې د زلمي رسول د ټاكنيز كمپاين مسوول معلم ميرولي، چې د ولسي جرګې غړيتوب هم لري، د غونډې ګډنوالو ته د زلمي رسول د پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي وويل، زلمى رسول په بهرنيو اړيکو کې کافي معلومات لري او په تېرو ١٣ کلونو کې يې د هېواد په حکومت کې په حساسو څوکيو دنده ترسره کړې ده.  

ميرولي ځوانانو ته وويل، که غواړي چې په هېواد کې اوسني کړکېچن حالات پاى ته ورسېږي، نو د ده په وينا، زلمى رسول يواځنى کس دى چې کولى شي افغانستان له دغه ګردابه راوباسي.

د غونډې يوه ګډونوال هاشم نوراني په خپلو خبرو کې وويل، چې زلمي رسول ته ځکه رايه ورکوي، چې نوموړى په درېيو لسيزو کورنيو جګړو کې ښکېل نه و. 

نوموړي وويل، چې زلمي رسول د مديريت په برخه كې يې په تېرو څو كلونو کې له ځانه وړتيا ښودلې ده.  

د غونډې بل ګډونوال بريالي هلمند له ځوانانو او په ځانګړې توګه د دې ولايت له اوسېدونكو څخه غوښتنه وكړه، چې له دي فرصت څخه ګټه پورته كړي او تر دې وروسته داسې چا ته رايه ورنه كړي، چې اداره يې په روابطو ولاړه وي.

هغه وويل، چې زلمى رسول د دې کار لپاره وړ شخص دى، چې خلک بايد ورته رايه ورکړي.