واشنګټن (پژواک ١٣ کب ٩٢): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په اوکراين کې روان حالات به تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان په اړه د امريکا پر دريځ کوم اغېزه ونه کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې جين سپاکي په واشنګټن کې د خبري غونډې پر مهال د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د افغانستان په اړه يې دريځ لا هم پخوانى دى.
هغې زياته کړه: ((زموږ دريځ هماغه دى، موږ اوس هم له افغان حکومته غواړو چې ژر تر ژره امنيتي سند لاسليک کړي، څو تر ٢٠١٤ کال وروسته زموږ شتون په افغانستان کې يقيني شي.))
د نوموړې په وينا، تېره اونۍ د افغانستان او امريکا د ولسمشرانو تر منځ هم په دې اړه خبرې شوې وې او ولسمشر اوباما خپل افغان سيال ته په ډاګه کړه، چې تر ټاکنو وروسته به د هغه له ځاى ناستي سره دغه سند لاسليک کړي.
جين سپاکي وايي، چې افغانانو په پراخه کچه د امنيتي سند د لاسليک ملاتړ کړى دى.